د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

محکمه: امریکايي چارواکي دې د میخاییل لېسن د مړیني په اړه اسناد وړاندې کړي


د روسیې یو پخوانی وزیر میخاییل لېسن
د روسیې یو پخوانی وزیر میخاییل لېسن

د واشنګټن یوې محکمې داسې حکم کړی چې د واشنګټن چارواکي دې د میخاییل لېسن د مړیني په اړه د عدلي طب او د تحقیقاتو نور اسناد وړاندې کړي.

دا حکم وروسته له هغه صادر شو چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ۱۶ میاشتې د هغو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړې چې کولای شي د روسیې د پخواني وزیر میخاییل لېسن مړینه توضیح کړي.

نوموړی درې کاله مخکې په مشکوک ډول مړ شوی دی.

میخاییل لېسن چې یو وخت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو پیاوړی مطبوعاتي سلاکار ګڼل کېده، په ۲۰۱۲ میلادي کال کې له نظره ولوېد او د ۲۰۱۵ میلادي کال په نومبر میاشت کې یې مړی په واشنګټن کې په دوپونت سرکل هوټل کې چې د امریکا د سپینې ماڼۍ په څو سوه مترۍ کې موقعیت لري، وموندل شو.

په دوپونت سرکل هوټل کې یې مړی وموندل شو
په دوپونت سرکل هوټل کې یې مړی وموندل شو

که څه هم د تحقیقاتو په رسمي پایلو کې ویل شوي و چې نوموړی د مغزي وینې تویېدنې په نتیجه کې مړ شوی دی، خو داسې شکونه شته چې هغه وژل شوی دی څو ونه‌شي کولای د امریکا د عدلیې وزارت سره خپل معلومات شریک کړي.

د واشنګټن څارنوالۍ د ۲۰۱۶ میلادي کال په اکټوبر کې د خپلو تحقیقاتو په وروستي راپور کې ویلي و چې د میخاییل مړینه تصادفي وه او په غاړه کې یې د ټپونو له کبله دا پېښه شوې ده.

یو کس چې د میخاییل لېسن خونې ته‌یې مستقیم لاس‌رسی درلود، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ازادي راډیو ته وویل چې د جسمي اړخه دا ناممکنه ده چې ښاغلی لېسن دې په یوازې سر په خپله خونه کې مړ شوی وي.

میخاییل لېسن چې په ۲۰۰۰ کلونو کې د روسیې د ولسمشر د اطلاعاتو وزیر و، د کرملېن له‌خوا د روسیې د دولتي رسنیو تر کنټرول لاندې راوستلو او د هغه هېواد رسنیو ته په مسیر ورکولو کې مهم رول درلود.

د روسیې چارواکو چې د لېسن د مړینې پر مهال‌یې لږ خپرونې درلودې، هغه مهال ویلي و چې تمه لري د امریکا اړوندې ادارې په‌دې اړه بشپړ جزئیات وړاندې کړي.

له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې تر اوسه په امریکا کې د میخاییل لېسن شتمنۍ په تدریجي ډول پلورل شوې دي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په فلوریدا کې د هغه تفریحي کښتۍ وپلورل شوه.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په بیورلي هیلز کې د هغه دوه کورونه د ۲۳ او ۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت خرڅلاو ته وړاندې شول، خو معلومه نه‌ده چې خرڅ شوي که نه؟

XS
SM
MD
LG