د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

افغان حکومت وایي په ۵ ولایتونو کې د ټاپي پروژې د سروې کار بشپړ شوی


آرشیف
آرشیف

افغان حکومت وایي، د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د ټاپي پروژې د سروې کار بشپړ شوی او تمه ده چې په روان کال کې به د دغې پروژې د تطبیق چارې پیل شي.

د ټاپي پروژې د عملي چارو له پرانیستلو یو کال وروسته اوس افغان حکومت وایي چې په تخنیکي، ماینونو، چاپېریال، د ځمکې د استملاک او ټولنیزو چارو کې یې سروې پشپړه شوې ده.

په مالي او بانک‌دارۍ چارو کې د ولسمشر سلاکار او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۵» له کانونو او پترولیم وزارت له مرستیال، د ټاپي پروژې د کمپنۍ له رئیس او د چاپېریال ساتنې ادارې له رئیس سره په یوه ګډه خبري ناسته کې په کابل کې په روان کال کې د دغې پروژې د چارو له پیل او پرمختګ ډاډ ورکړ.

نوموړي وویل:

"د دغې پروژې عملي چارې پیل شوي، ټول ټيمونه پنځه ولایتونو ته تللي او سروې یې کړې، موږ معلومات راټول او هوکړه‌لیکونه مو بشپړ کړل، د تدارکاتو پروسه ډېره اوږده ده، په‌دې اړه له نړیوالو بانکو سره باید خبرې وشي موږ هیله‌مند یو چې دغه ټول پړاونه بشپړ او د جوړولو چارې یې سږ کال پیل شي."

ښاغلي احمدي دا هم وویل چې د ټاپي پروژې لګښت له ۱۵ میلیاردو نه پنځو میلیادو ډالرو ته راښکته شوی او د جوړولو لپاره‌یې ایټالوي، الماني او ترکي شرکتونه ټاکل شوي دي.

ذ ټاپي نقشه
ذ ټاپي نقشه

د کانونو او پترولیم وزارت مرستیال سید محبوب‌الله رباني هم په‌دې ناسته کې وویل چې د دغې پروژې اجراء د سترو نړیوالو شرکتونو له لوري شوې، د تېلو او انرژۍ په برخه کې سپما شوې او په کلني ډول به ۴۰۰ میلیونه ډالر د دغه پایپ‌لاین د حق‌العبور له درکه ترلاسه کېږي.

ټاپي له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته او بالاخره هند ته د ګازو د انتقال یوه ستره او مهمه اقتصادي پروژه ده.

د دغې پروژې پایپ‌لاین له ترکمنستانه تر هند دوه زره کېلو متره اوږدوالی لري چې ۸۱۶ کېلو متره به‌یې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او له کندهار ولایتونو تېرېږي.

په‌دې غونډه کې د ټاپي پروژې د پایپ‌لاین کمپنۍ مشر محمد مراد امانوف د دغې پروژې پر اقتصادي اهمیت خبرې وکړې او ویې‌ویل چې دا پروژه د څلورو هېوادونو له ملاتړه برخه‌منه ده.

هغه د ټاپي پروژې د چارو د پرمختګ په اړه وویل چې د تړونونو د لاسلیک پړاو یې روان دی.

ښاغلي امانوف زیاته کړه:

"دا مهال له افغانستان سره قرارداد د ټولو مواردو په نظر کې نیولو سره لاسلیک شوی او دغه‌شان یو قرارداد به د ۲۰۱۹ میلادي کال د روانې فبرورۍ په میاشت کې له پاکستان سره هم لاسلیک شي، دا چې د ګازو تر څنګ نورې کومې برخې په قرارداد کې شاملې شي؟ په‌دې اړه هم خبرې روانې دي او موږ منتظر یو چې ژر به نتیجه ورکړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر شاه زمان میوندي د ټاپي پروژې د پایپ‌لاین کمپنۍ د راپور له څېړنې وروسته د کمپنۍ مشر ته چاپېریالي جواز ورکړ او ټینګار یې وکړ چې له‌دې پروژې به څارنه هم کوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر وویل، د چاپېریال ساتنې د قانون له مخې د خصوصي سکټور ټول شرکتونه او دولتي ادارې مکلفې دي چې د پروژې د چارو له پیل وړاندې د چاپېریالي اثراتو په اړه راپور برابر او چاپېریالي جواز دې ترلاسه کړي.

د ټاپي پروژې د پایپ‌لاین عملي چارې د تېر میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندي چارواکو په حضور کې په هرات ولایت کې پرانیستل شوې.

ولسمشر غني د دغې پروژې د پایپ‌لاین د پرانیستې پر مهال ټینګار وکړ چې دا پروژه سره له دې چې برښنا او ګاز راوړي، زرګونه کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG