د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ سلواغه ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۰۸

د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتیجو کارونه روان دي


آرشیف/ د رایې صندوقونه

د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیونونو د کمېشنرانو د برطرفه کېدو سربېره د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتیجو کارونه روان دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس محمد نظري ازادي راډیو ته وویل:

"د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون تخنیکي کارونه د هغو ولایتونو په اړه چې لا یې نتیجې نه‌دي اعلان شوي روان دي او د استنافي قضایاوو د ارزونې تر پای ته رسېدو پورې به د دارالانشاء کارونه مخته ځي."

ښاغلي نظري زیاته کړه چې وروستۍ فیصله به بیا نوي کمېشنران کوي.

ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ د یوه فرمان له مخې کمېشنران له کاره ګوښه کړل او د انتخاباتو د نوي قانون له مخې یې له ټولو سیاسي ګوندونو او انتخاباتي بنسټونو وغوښتل چې په اوو ورځو کې په شرایطو برابر کسان د انتخاباتو د کمېسیونونو د کمېشنرانو په توګه ورمعرفي کړي.

د ولسي جرګې پر انتخاباتو نږدې څلور میاشتې تېرېږي او تر اوسه د ۱۸ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شوې دي.

XS
SM
MD
LG