د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

فارين پالېسي: افغان ښځې نه‌غواړي چې له خپلو حقونو تېرې شي


د واشنګټن لپاره د افغانستان نوې ټاکل شوې سفيره رويا رحماني
د واشنګټن لپاره د افغانستان نوې ټاکل شوې سفيره رويا رحماني
  • نيويارک ټايمز

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپله يوه تازه ګڼه کې د انتخاباتي کمېسيونونو د رئيسانو او ټولو کمېشنرانو پر لیرې کېدو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي چې دغو کسانو په تېر مني کې د ولسي جرګې د هغو انتخاباتو رهبري پر غاړه درلوده چې له درغليو ډک ګڼل شوي دي.

د نيويارک ټايمز په ليکنه، دغه کسان د حکومت، د مدني ټولنې د ډلو او سياسي ګوندونو ترمنځ تر جدي بحثونو وروسته لیرې کړاى شول.

ورځپاڼه ليکي:

د دغو کسانو لیرې کېدل پر انتخاباتي اصلاحاتو اجماع څرګندوي چې زياته اړتيا ورته ليدل کېده.

لیرې کړل شويو کمېشنرانو دا اقدام د هغو چارواکو چې هيله لري په نوي حکومت کې دندې ولري، سياسي پرېکړه ګڼلې ده.

د ولسي جرګې تېرې ټاکنې د اپرېل مياشتې پر ځاى جولاى مياشتې ته وځنډول شوې او افغانستان په راروان دوبي کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته چمتووالى نيسي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون او انتخاباتي شکايتونو د کمېسيون دغه غړي تېره سې شنبه له دندو لیرې کړاى شول او لويې څارنوالۍ د انتخاباتي کمېسيونونو د رئيسانو تر څنګ د دغو کمېسیونونو ۱۲ پخواني کمېشنران ممنوع‌الخروج اعلان کړل.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ليکنې په حواله، د دغو کسانو د لیرې کېدو پلويانو ويلي، په‌کار ده له کمېشنرانو سره د دغو انتخاباتو په اړه چې په اقتصادي لحاظ ګران تمام شوي، حساب کتاب وشي چې افغان قواوو يې له شديد جنګ سره سره امن ټينګ کړى و.

په ليکنه کې راغلي، نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د هرې ټاکنې مالي ملاتړ کړى، خو په نهايت کې دغه ټاکنې ستونزمنې ثابتې شوې دي.

  • فارين پالېسي

فارين پالېسۍ خپرونې بيا د واشنګټن لپاره د افغانستان د نوې ټاکل شوې سفيرې رويا رحماني مرکه خپره کړې چې د سولې د روانو مذاکرو په لړ کې تر ډېره د ښځو د حقونو د خونديتوب په باب ده.

د ليکنې سرليک دى، «افغان ښځې نه‌غواړي چې له خپلو حقونو تېرې شي.»

مېرمن رحماني د فارين پالېسۍ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان د جګړې د سياسي حل لپاره له طالبانو سره په احتمالي مذاکرو کې ستاسو لپاره سرې کرښې څه دي؟

ويلي:

"زما لپاره سره کرښه د افغانستان اتحاد، ځمکنۍ بشپړتيا او د افغانانو مدني حقونه دي."

رويا رحماني ويلي، ګڼ نور مسايل هم شته چې د مذاکرو پر مهال د مطرح کېدو په صورت کې ورباندې بحث کېدلاى شي.

مېرمن رحماني په خپلو خبرو کې زياته کړې چې په افغانستان کې د ښځو وضعيت بدل شوى، پخوا د اقليت په توګه چلند ورسره کېده، خو ځوانان او ښځې اوس اکثريت دي چې نه‌غواړي له خپلو حقونو تېر شي.

مېرمن رحماني د سولې په مذاکرو کې د ښځو د حقونو په اړه په داسې حال کې خبرې کړي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره دوشنبه د سولې عالي شورا ته سپارښتنه وکړه چې راتلونکې مياشت د سولې مشورتي لويه جرګه راوبولي.

فارين پالېسۍ خپرونې د واشنګټن لپاره د افغانستان له سفيرې رويا رحماني پوښتنه کړې چې ايا تر وخت مخکې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتلو ته اندېښنه لري؟

مېرمن رحماني ويلي:

"موږ نه‌غواړو چې د تل لپاره پر امريکا متکي يو. موږ غواړو چې د امريکا له متحده ايالاتو سره خپل اوسني شراکت ته دوام ورکړو، خو غوښتنه مو دا ده چې نه‌غواړو يو متکي هېواد واوسو."

مېرمن رويا رحماني ويلي، يو سوله‌ييز او باثبات افغانستان به زموږ د ارمانونو له تحقق سره مرسته وکړي.

د امريکا لپاره د افغانستان سفيرې د سولې په تړاو په داسې حال کې خبرې کړي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد افغانستان او څو هېوادونو ته خپل بل سفر پيل کړى دى.

ښاغلى خليل‌زاد به د فبرورۍ تر پايه بلجیم، جرمني، ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان ته ځي.

XS
SM
MD
LG