د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

د ناټو د ۲۹ هېوادونو دفاع وزیران د افغانستان پر وضعیت بحث کوي


د ناټو د ۲۹ غړو هېوادو دفاع وزیران
د ناټو د ۲۹ غړو هېوادو دفاع وزیران

د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو دفاع وزیران به نن په بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان پر روان وضعیت بحث وکړي.

تر دې مخکې، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ د خبریالانو سره د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ناټو د حضور اساسي اهداف روښانه کړ.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:

"په افغانستان کې د ناټو د نظامي شتون هدف دا دی چې په‌دې هېواد کې د یوه سیاسي، سوله‌ییز حل لارې لپاره شرایط برابر شي. البته هدف دا نه‌دی چې په افغانستان کې د تل لپاره پاتې شو. هدف دا دی چې له ترورېزم سره مبارزه وکړو او افغان ملي اردو او امنیتي ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او ورسره مرسته وکړو، څو دوی خپل هېواد با ثباته کړي."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

​له دې مخکې، د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو مشرانو اعلان کړی و چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به افغان ځواکونه تمویل کړي.

همداراز، هغه زیاته کړه چې د ځواکونو د ایستلو په اړه هېڅ پرېکړه نه‎ده شوې.

له دې وړاندې، ځینو راپورونو ویلي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ممکن د ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتېرو نیمایي له افغانستانه وباسي.

تر اوسه پورې لا دا معلومه نه‌ده چې کله به له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک شي.

خو د ناټو مشر ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت باید په هر راز خبرو کې شامل وي.

تر اوسه پورې طالبانو ویلي دي چې دوی نه‌غواړي د افغانستان له حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي.

طالبانو همداراز بار بار ټینګار کړی چې نړیوال قوتونه باید له افغانستانه ووځي.

اوس چې ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي، هیلې هم ورسره زیاتې شوې دي.

خو د سولې په هکله له هیلو سره سره اندېښنه او شک هم تر سترګو کېږي.

په افغانستان کې ځینې مدني ټولنې، ځوانان او ښځې اندېښنه لري چې د دوی ۱۸ کلنې لاسته راوړنې له لاسه ورنه‌کړي.

XS
SM
MD
LG