د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

مایک پامپیو: پوتین د نړۍ ډموکراسۍ ته ګواښ دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍ ډموکراسۍ ته ګواښ دی.

هغه دا خبرې د مرکزي اروپا یو شمېر هېوادونو ته په وروستي سفر کې کړې دي.

د مرکزي اروپا هېوادونو ته د مایک پامپیو د سفر هدف په دې سیمه کې د روسیې او چین د سیاسي او اقتصادي نفوذ د مخنیوي پر لارو خبرې کول و.

هغه پرون د سلواکیا په پلازمېنه، براتیسلاوا کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه وویل، پوتین نیت لري چې په ټوله نړۍ کې ډموکراسي کمزورې کړي او په دې خبره د پوهېدو لپاره هېڅ اشتباه ونه‌کړئ.

پامپیو پرون د سلواکیا په پلازمېنه براتیسلاوا کې د ژورنالیزم یو شمېر محصلانو ته دا ویلي دي.

هغه وروسته خبرداری ورکړ چې اروپايي هېوادونه باید د چین د اقتصادي نفوذ د پراختیا هڅو ته متوجې شي او پر چین له اتکا د ځان ساتنې اقدام وکړي.

پامپیو وویل، تاسو باید له اقتصادي او نورو اړخونو د چین د نفوذ د زیاتې پراختیا د مخنیوي لپاره اقدام وکړئ ځکه چې هغوی هڅه کوي چې تاسو پر ځان متکي کړي او ستاسو پر سیاسي سیستمونو اغېز وکړي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین
ولسمشر ولادیمیر پوتین

په وروستیو ۱۴ کلونو کې دا اول وار دی چې د امریکا د بهرنیو چارو یو وزیر سلواکیا ته رسمي سفر کوي.

مایک پامپیو د سلواکیا صدراعظم اندرې کیشکا ته وویل چې امریکا په دې سیمه کې ډېر کاله مخکې فعالیت درلود.

هغه د سلواکیا او اتریش په ګډ سرحد کې هغې سیمې ته ورغی چې په ۱۹۸۹ تر ۱۹۴۵ میلادي کاله نږدې ۴۰۰ کسان وژل شوي وو.

پامپیو په دې سرحدي سیمه کې د ازادۍ دروازې ته ورغی او له یوه پخواني سیاسي زنداني سره‌یې هم وکتل.

پامپیو وویل، پر دې سیمه چې مخکې اغزن سیم سرحد ټاکلی و او پوځيانو سرحدونه ساتل، اوس خلک ازاد ګرځي او د بیان او رسنیو ازادي ته درناوی کېږي.

د اروپايي اتحادیې لویه برخه د روسیې پر ګاز اتکا کوي.

په ختيځه او مرکزي اروپا کې د روسیې پر ګاز اتکا په یو ډول په دې سیمه کې د روسیې د نفوذ وسیله ګڼل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د روسیې پر انرژۍ د مرکزي اروپا د هېوادونو، په ځانګړي ډول د هنګري د اتکا یادونه وکړه.

سلواکیا د اروپايي اتحادیې او ناټو غړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په ناټو تړون کې له خپلې دې متحدې سره به همکاري زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG