د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۴ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۱۸

د امریکا ملي پور ۲۲ ټریلیونه ډالرو ته ورسېد


د امریکا بیرغ

د امریکا متحده ایالاتو ملي پور ۲۲ ټریلیونه ډالرو ته ورسېد.

دا یو نوی ریکارډ بلل شوی.

د امریکا د خزانې وزارت پرون د فبرورۍ په ۱۲مه په‌دې اړه یو بیان خپور کړ.

په بیان کې راغلي د ولسمشر ډونالد ترمپ د کار په پیل کې ملي پور ۱۹،۹۵ ټریلیونه ډالره و، خو اوس دا کچه ۲۲،۱ ټریلیونه ډالرو ته رسېدلې.

ملي پور په حقیقت کې د بودجې کلنی کسر دی.

د امریکا د ملي پور شمېر وروسته له هغه لوړ شو چې د امریکا کانګرس تېر کال ۱،۵ ټریلیونه ډالره مالیه کمه کړه او هم‌یې د پوځ کورنی او بهرنی مصرف ورزیات کړ.

د امریکا د کانګرس د بودجې دفتر چې غیر ګوندي تحلیلي اداره ده وړاندوینه کوي چې له ۲۰۲۲ میلادي کال وروسته به هر کال په ملي پور یو ټریلیون ورزیاتېږي.

په‌دې کار سره به د امریکا د ملي پور اندازه د ناخالصه ملي تولیداتو له عوایدو سره یو برابر شي چې له ۱۹۴۶ کاله‌یې ساری نه‌و لیدل شوی.

XS
SM
MD
LG