د پروفیسور حضرت صبغتالله مجددي جنازه نن چهارشنبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه.
د افغانستان اسلامي دولت د لومړني ولسمشر او جهادي شخصیت پروفیسور حضرت صبغتالله مجددي د جنازې د اداء کولو مراسم د حکومت د لوړپوړو چارواکو، جهادي شخصیتونو او سیاستوالو په ګډون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شول.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جنازې د لمونځ له اداء کولو وروسته وویل چې حضرت صبغتالله مجددي یو ملي شخصیت و او د افغانستان د ژغورنې او پرمختګ لپارهیې زیاتې هلې ځلې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"نن هغه ورځ ده چې موږ د افغانستان د معاصر تاریخ له شخصیتونو یو غوره شخصیت له لاسه ورکړ، حضرت صاحب ګڼې ځانګړتیاوې درلودلې او مشورې بهیې تل د یووالي، اتفاق او همغږۍ مشورې وې."
افغان ولسمشر حضرت صبغتالله مجددي په هېواد کې د بېلابېلو ستونزو د حل په برخه کې مهم شخص یاد کړ او ويېویل چې نن ورځ ټول هېواد په ویر دی او په همدې مناسبت نن د هېواد بیرغ نیم ځوړند او په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
پروفیسور صبغتالله مجددي د کمونېستانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د افغانستان د اسلامي دولت لومړی ولسمشر او د ملي نجات د جبهې رهبر و چې د دوشنبې په شپه د ۹۳ کلونو په عمر وفات شو او جسد يې د چهارشنبې په ورځ په ځانګړو مراسمو په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
نوموړي همدا شان د بېړنۍ لویې جرګې او د مشورتي لویو جرګو مشري کړې او هم د افغانستان د مشرانو جرګې د رئیس په توګه پاتې شوی و.
د صبغتالله مجددي د جنازي په مراسمو کې د هغه زوی نجیبالله مجددي هم خبرې وکړې او ویېویل چې د افغانانو خواخوږۍ په ډاګه کړه چې پلار يې د خلکو په زړونو کې ځای درلود.
نوموړي زیاته کړه:
"زما پلار حضرت صیب چې نن زموږ په منځ کې نهشته، د افغانانو په زړونو کې ځای لري، دا به د زیات او شاید د ټول عمر لپاره زموږ د ټولو په ذهنونو کې ځای ولري."
صبغتالله مجددي په ۱۳۰۵ لمریز کال کې په کابل کې په یوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلی و او لوړې زدهکړې یې په مصر کې بشپړې کړې وې.
تېره ورځ هم حکومتي چارواکو او د هېواد زیات شمېر سیاسي څېرو د بېلابېلو پیغامونو په خپرولو سره د حضرت صبغتالله مجددي کارنامې ستایلي او مړینهيې د افغانستان لپاره لویه ضایع بللې وه.
راپور: فېروزه عزیزي