د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ کب ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۱۲

په ازبکستان کې ولې ډېر چارواکي په‌دې وروستیو کې له دندو لېرې شوي؟


اختیار عبدالله یوف

د ازبکستان د ځواکمنې امنیتي ادارې له پخواني مشر څخه جنایي تحقیقات ترسره کېږي.

دا خبره یو شمېر سرچینو د ازادي راډیو د ازبکستان څانګې خبریالانو ته کړې ده.

د اختیار عبدالله یوف په وړاندې د جنایي تحقیقاتو پیلېدل که څه هم رسماً نه‌دي تأیید شوي، خو خبر یې یوه ورځ وروسته له هغې ورکول کېږي چې پرون دوشنبې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف اعلان وکړ چې د دولتي امنیتي ادارې مشر عبدالله یوف د روغتیایي دلایلو له امله استعفا کړې ده.

د هغه له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۵۲ کلن عبدالله یوف دوه ځلي د ملاتېر د جراحۍ عملیات کړي دي.

ناڅاپه له کاره د عبدالله یوف لېرې کېدل او له هغه د تحقیقاتو ترسره کېدل د هغې لړۍ یوه برخه ده چې په‌دې هېواد کې د لوړ پوړو چارواکو په وړاندې روانه ده.

دې چارواکو چې له دغې نوې قضیې خبر دي د ازادي راډیو د ازبکستان څانګې ته ویلي چې له عبدالله یوف څخه د رشوت او له خپلې دندې د ناوړه استفادې په خاطر د فبرورۍ په اتمه جنایي تحیقیقات پیل شوي دي، خو د ازبکستان د لوی څارنوالۍ دفتر په‌دې اړه بې خبري څرګنده کړې ده.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف له کله چې په ۲۰۱۶ میلادي کال د پخواني ولسمشر اسلام کریموف تر مړینې وروسته واک ته رسیدلی، په منظم ډول یې د دولتي ادارو ډېر چارواکي له دندو لېرې کړي او پر ځای یې نوي کسان ګمارلي دي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف

هغه عبدالله یوف ته دغه دنده د تېرکال په جنوري کې وروسته له هغې سپارلې وه چې د دې ادارې مخکینی مشر رستم عنایتوف چې د کریموف د دورې په ګډون یې یوه اوږده موده دغه دنده مخ ته وړې وه، له کاره لېرې کړ.

مخکې له دې چې عبدالله یوف د دولتي امنیتي ادارې مشر وټاکل شي، د لوی څارنوال په توګه یې دنده ترسره کوله.

میرضیاییف په ۲۰۱۷ میلادي کال د لوی څارنوالۍ د دفتر چارواکي لوی غله بللي وو چې وروسته یې د دې ادارې مشر راشد جان قادروف له کاره لېرې کړ.

قادروف چې پر فساد تورن شوی، محاکمه یې له تېرې میاشتې راهیسې په تاشکند کې پیل شوې ده.

میرضیاییف دغه راز د مالیې وزارت سلګونو کارکوونکي هم وروسته له هغې له دندو لېرې کړل چې دا وزارت یې په فساد ککړ وزارت یاد کړ.

د ازبکستان ولسمشر دغه راز په‌دې وروستیو کې د دفاع وزیر هم لېرې کړی او پر ځای یې نوی کس ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG