د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۳۱

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان بغداد ته ورسېد


ارشیف، د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان نن د فبرورۍ په دولسمه بغداد ته ورسېد.

شاناهان د عراق له چارواکو سره پر دې خبرې کوي چې له سوریې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، په عراق کې د امریکايي پوځیانو موقعیت څرنګه کېدلای شي.

عراق ته د شاناهان سفر مخکې له مخکې اعلان شوی نه و.

د شاناهان تر دې سفر مخکې، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې د امریکا لپاره په عراق کې د یو شمېر عسکرو پرېښودل مهم ګڼي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ عراقي سیاستوالو ته وویل چې په هغه هېواد کې به امریکايي عسکر پرېږدي، ځکه د اړتیا په وخت کې کولای شي چې له عراقه په سوریه کې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې ګډون وکړي.

ډونالډ ټرمپ همدا راز وویل چې په عراق کې د دوی د عسکرو پاتې کېدل به مرسته ورسره وکړي چې په ایران کې سیاسي حالات له نږدې، تر نظر لاندې وساتي.

د ټرمپ دې وینا د عراق د حکومت چارواکي په غوصه کړل.

د عراق ولسمشر برهام صالح وویل چې د عراق اساسي قانون هېڅ بهرني هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د عراق له خاورې د ګاونډیو هېوادونو حکومتونو یا ګټو ته خطر پېښ کړي.

امریکا اوسمهال په عراق کې ۵۲۰۰ عسکر لري چې د عراق امنیتي ځواکونه روزي او ملاتړ یې کوي.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر نن په بغداد کې خبریالانو ته وویل:

"موږ د عراق د حکومت په بلنه او د خپلې ګټې لپاره چې د عراق امنیتي ځواکونه تقویه شي، دلته یوو، زه غواړم چې مخامخ د هغوی خبرې، اندېښنې او هغه سیاسي جنجالونه چې هغوی ورسره مخامخ دي، واورم."

شاناهان اضافه کړه:

"د هغوی حقایق به موږ په خپلو پلانونو کې په پام کې نیسو."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېرکال په ډېسمبر کې وویل چې له سوریې د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو پلان لري.

ارشیف، په سوریه کې امریکایي ځواکونه
ارشیف، په سوریه کې امریکایي ځواکونه

​ امریکا په سوریه کې ۲۰۰۰ عسکر لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د فبرورۍ په یولسمه د جمهوري ریاست د را روانو انتخاباتو لپاره د کمپاین په لومړۍ غونډه چې په ال پاسو کې وه، وویل:

"زموږ زړورو جنګیالو په منځني ختيځ کې سل په سلو کې هغه سیمې چې پخوا د داعش په لاس کې وې، ازادې کړې دي."

ډونالد ټرمپ وویل چې په یوه اوونۍ یا تر هغه په کم وخت کې به د عسکرو د ایستلو پلان اعلان کړي.

د امریکا عسکر په سوریه کې د عربو او کردانو له ائتلاف سره چې د داعش او نورو وسله والو ډلو پر ضد جنګېږي، مرسته کوي.

له سوریې د امریکايي عسکرو د وتلو اعلان د امریکا ډېر متحدان متعجب کړل.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست به د عراق له صدراعظم عادل عبدالمهدي سره هم وګوري.

هغه ویلي چې غواړي د داعش پر ضد د عراقیانو د مبارزې په اړه اول لاس معلومات ترلاسه کړي.

دا عراق ته د شاناهان لومړی سفر دی.

XS
SM
MD
LG