یو شمېر سیاسي څېړونکي وایي چې د سولې د مشورتي لویې جرګې جوړېدل به د سولې په برخه کې ډېره ګټوره تمامه شي.
له دې ډلې وحید مژده وایي چې دې جرګې ته باید د خلکو رښتیني استازي راوبلل شي، څو د سولې لپاره پیاوړي ملي اجماع رامنځته شي.
له ښاغلي مژده سره نسیم شفق مرکه کړې، هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: