د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۵

قریشي: د افغانستان شخړه پوځي حل لاره نه لري


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، په افغانستان کې تلپاتې سوله یوازې د سیاسي خبرو اترو له لارې ترلاسه کېدای شي.

نوموړي همداشان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان شخړه پوځي حل لاره نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات وایي چې ښاغلي قریشي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د مشورتي کونسل غونډې ته د وینا پرمهال کړي.

شاه محمود قریشي وویل:

"پاکستان به له نړېوالو او سیمه ییزو شریکانو سره یوځای د ښه نیت او ګډ مسؤلیت له مخې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې وخت کړي چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د همدې پروسې په لړ کې د ځینو هېوادونو سفر پیل کړی چې پاکستان هم پکې شامل دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې خلیلزاد به په دې سفر کې د امریکا له ملګرو او متحدینو سره یې د افغان سولې په تړاو د ګڼ اړخیزو هڅو پر چټکتیا وغږېږي.

XS
SM
MD
LG