د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۰۳

ناټو د افغان سولې لپاره د شرایطو د برابرولو په اړه مرسته کوي


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له ۴۱ متحدینو او شریکانو سره د افغانستان د ستونزې د سوله ییز حل لپاره د لارو چارو په اړه ښې لیدنې درلودې.

ینس سټولټنبرګ تېر ماښام پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره کړې ده.

نوموړي د دې لیدنو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي چې د دوی ماموریت د سولې د شرایطو د رامنځته کولو په برخه کې څه مرستې کړې دي.

خلیلزاد د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د څو هېوادونو یو بل دوره یي سفر پیل کړ.

نوموړي د دوشنبې په ورځ پر ټوېټر لیکلي چې د سفر هدف یې په اروپا، منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې د امریکا له متحدینو سره د خپلو هڅو د لا ډېرې همغږۍ رامنځته کول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې زلمی خلیلزاد به بلجیم، جرمني، ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان ته خپل دوره یي سفر د فبرورۍ پر ۲۸مه پای ته ورسوي.

ښاغلي خلیلزاد د جنورۍ په وروستیو کې په قطر کې شپږ پرله پسې ورځې د وسله والو طالبانو له استازو سره ولیدل.

نوموړی به د فبرورۍ پر ۲۵مه یو ځل بیا په همدې هېواد کې د طالبانو له استازو سره وګوري.

XS
SM
MD
LG