د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۱ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۹

د ایران ولسمشر حسن روحاني پر امریکا سخت انتقاد وکړ


د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر په دې هېواد کې د اسلامي انقلاب د څلوېښتمې کلیزې په مراسمو کې پر امریکا سخت انتقاد وکړ.

حسن روحاني نن د تهران په میدان ازادي کې د وینا په ترڅ کې وویل چې د ایران شاهي نظام چې د امریکا له ملاتړه برخمن و، دا هېواد سره وېشلی و.

ده زیاته کړه:

"د ایران د جنوب مهمې برخې چې په جغرافیه کې مو د ایران د څوارلسم ولایت په نوم زده کړی و، د پهلوي په خیانت لړلو لاسونو له ایرانه بېل شو."

د ایران ولسمشر دغه راز وویل چې هېواد به یې د توغندیو پراختیایي پروګرام ته دوام ورکړي.

په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې د حکومت له خوا په تنظیم شویو لاریونونو کې سلګونه زره کسان د ایران د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب چې په دې هېواد کې یې شاهي نظام ته د پای ټکې کېښود، ۴۰مه کلیزه لمانځي.

د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ په یولسمه د دغه انقلاب د بنسټ ایښودونکي ایات الله روح الله خمیني پلویانو شاه رضا پهلوي چې د امریکا له ملاتړه برخمن و، له واکه لېرې کړ.

په ایران کې د اسلامي انقلاب کلیزه هرکال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه هغه مهال چې خمیني له تبعیده بېرته هیواد ته ستون شوی و، لمانځل کېږي او د فبرورۍ په یولسمه پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG