د ارزګان ولایت د ولایتي شورا مسوولین خبر ورکوي چې تېره شپه تر درنې جګړې وروسته د ارزګان ـ کندهار ترمنځ د لوېې لارې یو شمېر سیمې بیا تر درنې جګړې وروسته د وسلهوالو طالبانو لاسته لویدلي دي.
دوی زیاتوي چې په یاده جګړه کې یو شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې دی.
د ارزګان امنیتي مسوولین هم پر یاده لار تېره شپه جګړه مني، خو وايي، د کندهار
په مربوطاتو کې وه او وايي چې په اړه يې معلومات نهلري.
دا پهداسې حال کې ده چې د ارزګان ـ کندهار ترمنځ لویه لاره وړمه ورځ تر ۱۲
ورځو عملیاتو وروسته خلاصه شوه.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: