د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۸

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ۵ اروپایي هېوادونو ته سفر پیل کړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پنځو اروپایي هېوادونو ته سفر پیل کړ.

د چارواکو په وینا مایک پامپیو به په‌دې سفر کې په مرکزي اروپا کې د روسیې او چین د نفوذ د زیاتوالي د مخنیوي پر مسئلې تمرکز وکړي.

ټاکل شوې چې پامپئو نن هنګري ته ورسېږي او وروسته به سلواکیا او پولنډ ته لاړ شي.

نوموړی به دغه سفر د بلجیم له پلازمېنې بروکسل او د ایسلنډ له پلازمېنې ریکجاوېک څخه په کتنو سره پای ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې واشنګټن دې ته ژمن دی چې له لویدیځې مرکزې اروپا سره چې د چین او روسیې د مخ په زیاتېدونکو فشارونو سره مخ ده، سياسي، پوځي، سوداګري او کلتوري اړیکو ته پراختیا ورکړي.

XS
SM
MD
LG