د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۳۰

عبدالله: طالبانو لا د سولې د خبرو لپاره خپل نیت نه‌دی ثابت کړی


ارشیف، عبدالله عبدالله

د حکومت اجرائیه رئیس وایي، طالبانو تر اوسه د سولې د ریښتینو خبرو لپاره خپل نیت نه‌دی ثابت کړی.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کې د وزیرانو د شورا ترغونډې مخکې وکړې.

ښاغلي عبدالله طالبان په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي عامل وبلل.

د افغانستان اجرائیه رئیس وویل، د هرې هغې هڅې چې دا هېواد سولې ته نژدې کوي، ملاتړ کوي.

عبدالله په عین حال کې په افغانستان کې د تېرو کلونو د لاسته راوړنو پرساتلو هم ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د سولې د هڅو په ترڅ کې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد بیا د افغانستان، پاکستان او قطر په ګډون د یو شمېر هېوادونو سفر پرون پیل کړ.

XS
SM
MD
LG