د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ کب ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۳

حاجي‌اغا: د افغان سوداګرو ستونزو ته دې پاملرنه وشي


ارشیف، د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ مشر رحم‌الدین حاجي‌اغا

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوې رهبري دې د افغان سوداګرو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي‌اغا نن ازادي راډيو سره په خبرو کې هیله وښوده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نوي سرپرست وزیر اجمل حمیدي په راتګ سره به د افغان سوداګرو او په سوداګریزو بندرونه کې د دوی ستونزې راکمې شي.

د ښاغلي حاجي‌اغا په خبره، د هېواد په ګڼو سوداګریزو لارو او بندرونه کې افغان سوداګر له ستونزو سره مخ دي چې پر سوداګرۍ یې منفي اغېز کړی دی.

ښاغلي حاجي‌اغا مخکې تردې ازادي راډیو سره د کندهار – هرات په لویه لاره د ناقانونه اخازیو د اخېستلو له امله هم شکایت کړی و.

ښاغلی حاجي‌اغا تاره په‌داسې حال کې د په سوداګریزو بندرونو کې د سوداګرو د ستونزو د هواري غوښتنه کوي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې څو ورځې مخکې ویلي وو چې د سوداګرو اتیا سلنه ټرانزیټي ستونزې هوارې شوي دي.

XS
SM
MD
LG