د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۰۱

یو مرکچي امریکايي پلاوی د چین مرکز پیکینګ ته رسیدلی


د امریکا د متحده ایالاتو یو مرکچي پلاوی له چینايي مقاماتو سره د خبرو اترو د یو بل پړاو د ترسره کولو په هدف پیکینګ ته رسیدلی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له چین سره د یوې سوداګریزې جګړې د مخنیوي لپاره د راتلونکي مارچ میاشت لومړۍ نېټه د ضرب‌الاجل په توګه ټاکلې ده.

د امریکا د خزانې وزیر واستیون منوچن او د دې هېواد تجارتي استازۍ رابرټ لایتزر به د راتلونکي پنجشنبې او د جمعې په ورځو له چینايي چارواکو خبرې وکړي.

د چین له لوري په‌دې خبرو کې د صدراعظم مرستیال او د چین د مرکزي بانک مشر ګډون کوي.

متحده ایالاتو په تېره دیسمبر میاشت کې د ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پر چینايي مالونو له لس فیصده څخه ۲۵ په سلو کې د تعرفې د لوړولو پلان وځنډاوه.

امریکا په‌دې پریکړې سره وغوښتل چې له چین سره د سوداګریزې شخړې د حل لپاره خبرو اترو ته یو بل فرصت ورکړي.

XS
SM
MD
LG