د متحده ایالاتو د دفاع د وزارت یا پنټاګون سرپرست پټریک اېم. شنهن نن په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېد.
شنهن پهداسې وخت کې افغانستان ته سفر کوي چې متحده ایالاتو د افغانستان سولې هڅې چټکې کړي دي.
نوموړي له هغو خبریالانو سره چې له ده سره پهدې سفر کې ملګري دي ویلي چې دی به له افغان مشرانو سره په خبرو کې ټینګار وکړي چې دا افغانان چې له طالبانو سره د سولې د موافقې د څرنګوالي او په نهایت کې به د خپل هېواد راتلونکي په اړه پریکړه کوي.
په افغانستان کې یو شمېر کسانو له طالبانو سره د سولې د موافقې مخالفت کړی دی او طالبانو هم تر اوسه له افغان حکومت سره له خبرو کولو انکار کړی دی.
شنهن ویلي دي چې سپینې ماڼۍ ده ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د کمولو په اړه کومه سپارښتنه نهده کړې.
تردې مخکې امریکايي چارواکو ویلي دي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سرتېرو د شمېر پر کمولو غور کوي.
امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتیري لري.
د امریکا د دفاع د وزارت سرپرست پهداسې وخت کې له افغان مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نویو هڅو په لړ کې پرون ۶ اسیايي او اروپايي هېوادونو بل سفر پیل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې خلیلزاد به د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې په بلجیم، جرمني، ترکيې، قطر، پاکستان او افغانستان کې د سولې په اړه خبرې وکړي.
تر اوسه دا نهده روښانه چې خلیلزاد او د امریکا د دفاع د وزارت سرپرست شنهن به پهدې سفر په ګډه د افغانستان د سولې خبرې اترې پر مخ یوسي او که څنګه؟