د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۴۸

روسیې ۲۷ ماشومان له عراقه خپل هېواد ته راستانه کړل


روسیې هغه ۲۷ ماشومان چې میندې یې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د غړیتوب په خاطر په عراق کې بندیانې دي بېرته خپل هېواد ته راستانه کړل.

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت پرون یکشنبه وویل چې تردې مخکې د تېرکال په ډسمبر کې هم ۳۰ تنه ماشومان هېواد ته راوستل شوي.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې اوسني راګرځول شوي ۲۷ ماشومان د روسیې د لسو بېلابېلو سیمو اوسیدونکي دي او له څلورو تر ۱۳ کلونو عمرونه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو ماشومانو پلرونه د عراق په وروستیو درې کلنو جګړو کې وژل شوي.

کرملین تېره میاشت ویلي و ۱۱۵ روسي ماشومان چې تر لسو کلونو یې عمرونه کم دي او هم اته تنه نور چې له ۱۱ تر ۱۷ کلنو پورې دي په عراق کې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG