د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۴ کب ۱۳۹۷ کابل ۰۰:۱۰

افغان حکومت: پاکستان د افغان سولې په برخه کې تر اوسه عملي اقدام نه دی کړی


آرشیف/ د افغانستان او پاکستان ملي بیرغونه

افغان حکومت وايي چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې تر اوسه عملي اقدام نه دی کړی.

که څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د پاکستان د لیدلوري او نقش د بدلون په اړه هیله مندي ښودلې، خو افغان حکومت وايي چې تر دې دمه په دې برخه کې د پاکستان له لوري د عملي ګامونو د پورته کولو شاهدان نه دي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان لا تر دې دمه داسې کوم کار نه دی کړی چې د افغان سولې په پروسه کې عملي اقدام وبلل شي.

ده زیاته کړه:

" دلته دوه موضوع ګانې دي، یوه موضوع پر پاکستان د امریکا فشار دی او بله موضوع د افغان سولې په برخه کې د پاکستان مرسته ده، موږ د کاغذ پر مخ ښه پرمختګ لرو، خو تر دې دمه داسې څه نه دي شوي چې عملي اقدامات وبلل شي، موږ لا هم هیله لرو چې په دې برخه کې عملي اقدامات ترسره شي. "

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

​د دې ترڅنګ د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم هم وايي، تر هغه چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل شاهدان ونه اوسو، نه شو ویلای چې پاکستان په دې برخه کې عملي هڅې کړي دي.

ده وویل:

"تر هغه وخته چې موږ بین الافغاني خبرو ته داخل نه شو او د افغانستان په جګړه کې کمښت رانه شي، نو دا معنا لري چې لا هم پاکستان د افغانستان د امنیت د ټینګښت او د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره هڅې نه دي کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د سولې په انسټېټيوټ کې د خبرو پر مهال ویلي چې که څه هم پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د افغان سولې په مسئله کې نقش نه درلود، خو په وروستیو کې يې دریځ بدلون کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد د ملا برادر خوشې کول د پاکستان په دریځ کې د بدلون په توګه یاد کړ او ویې ویل، فکر کوي چې ملا برادر تر بل هر طالبه د سولې ډېر پلوی دی.

د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د مرستې په اړه په داسې وخت کې د هیله مندۍ خبرې کېږي چې افغان حکومت بار بار د دې هېواد د رښتینې همکارۍ په اړه شک کړی او پاکستان يې د ترورېستانو ملاتړی او د افغانستان د ناامنۍ لوی عامل بللی دی.

که څه هم په وروستیو کې پاکستان څو وارې ژمنې وکړې چې د افغان سولې په برخه کې خپلې ټولې هڅې کوي، خو د سیاسي چارو افغان کارپوه یونس فکور وايي چې پاکستان د افغانستان په مسئله کې دوه ګونی رول لوبوي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه یونس فکور
د سیاسي چارو افغان کارپوه یونس فکور

​نوموړي وویل:

"پاکستان د خپلو ګټو لپاره کار کوي او دوه ګونی رول لوبوي، ومو لیدل چې د طالبانو لپاره يې د لوبې یو بل میدان خلاص کړ او هم د امریکا په میدان کې د طالبانو په وسیله لوبه کوي، هڅه کوي چې د امریکا د فشارونو ځواب ورکړي، دا هېواد په هر صورت دوه ګونې لوبه کوي."

خو زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې که پاکستان د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي، نو پایلې يې کولای شي چې په بېلابېلو برخو کې د پاکستان په ګټه هم وي، ځکه د هغه په خبره، د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو په صورت کې به د امریکا او پاکستان اړیکې هم ښې شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG