د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۴۶

په اکاډمیکو او تحصیلي بنسټونو کې د مخالفینو لپاره د جلب او جذب په اړه اندېښنې!


آرشیف/ د داعش ډلې نښان

د چارو یو شمېر افغان کارپوهان د افغانستان په لوړو تحصیلي او اکاډمیکو ځایونو کې د دولت د وسله والو مخلفینو لپاره د جلب جذب مسئله د اندېښنې وړ بولي او وايي چې حکومت يې باید د مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

وروسته له هغې چې په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت له خوا د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې د جلب او جذب یوعمومي قوماندان چې د پوهنتون استاد هم و، ونیول شو، د چارو یو شمېر افغان کارپوهان اندېښنه لري او وايي چې په اکاډمیکو او لوړو تحصلي مرکزونو کې د دغه ډول خلکو موجودیت په راتلونکې کې د حکومت لپاره لوی سرخوږی جوړولای شي.

د افغانستان د سولې او جګړې د انسټېټوټ سرپرست حکمت الله عظیمي ازادي راډيو ته وویل، د دوی د څېړنو له مخې، داعش یا اسلامي دولت ډله د ټولني په دوو قشرونو ډېر کار کوي.

ښاغلی عظيمي وايي، د لوړو زده کړو لرونکي او کم عمره ځوانان د ټولنې هغه قشرونه دي چې یاده ډله يې د جلب او جذب ډېرې هڅې کوي.

د افغانستان د سولې او جګړې د انسټېټوټ سرپرست حکمت الله عظیمي
د افغانستان د سولې او جګړې د انسټېټوټ سرپرست حکمت الله عظیمي

ده وویل:

"دا ماته ډېره د تعجب خبره نه ده چې په ښوونځیو، مدرسو او یا هم په پوهنتونونو کې دې د داعش د جلب او جذب مسؤلین استادان واوسي، خو پکار دا ده چې افغان حکومت باید یوه فعاله ستراتیژي ولري چې په تعلیمي ساحو کې په دغسې اشخاصو پسې جدي پلټنه وکړي، دا یوه جدي مسئله ده او افغانستان داسې یو حالت ته وړلای شي چې ډېر خطرناک به وي."

دا اندېښنې داسې مهال راپیدا شوي چې تېره ورځ د افغانستان ملي امنیت په کابل ښار کې د داعش د جلب او جذب د عمومي قوماندان د نیولو خبر ورکړ.

په هغه اعلامیه کې چې د ملي امنیت له لوري خپره شوې، په کې راغلي چې نیول شوی کس چې ابو عبید الله متوکل نومېږي، په کابل کې د یو پوهنتون استاد او د دې ښار په پنځمه ناحیه کې د یو جامع مسجد خطیب و.

په اعلامیه کې راغلي چې یاد کس تر دې دمه سلګونه ځوانان داعش ډلې ته جذب کړي وو او ننګرهار ته يې استولي وو.

د ملي امنیت په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې د نیول شوي کس دوهم ځوی چې احمد الله نومېږي، هم د داعش ډلې برحاله غړی دی او د دغې ډلې د اشپال په کتیبه کې په ترورېستي فعالیتونو بوخت دی.

د اعلامیې له مخې چې په بېلابېلو وختونو کې د نیول شوي کس ۱۶ تنه شاګردان هم د دولت ضد فعالیتونو په تور نیول شوي او ټولو اعتراف کړی چې د ابوعبیدالله له لوري داعش ډلې ته جذب شوي وو.

د ملي امنیت په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې نیول شوی کس د کوم پوهنتون استاد دی، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم وايي چې تر دې دمه په دې اړه له دوی سره رسمي څه نه دي شریک شوي.

د لوړو زده کړو د وزارت ویاند فیصل امین د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یاد وزارت هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې په لوړو تعلیمي مرکزونو کې سیاسي او دولت ضد فعالیتونه وکړي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو افغان کارپوه محمدا ګل مجاهد هم په اکاډمیکو مرکزونو کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو اندېښمن کړی دی.

نوموړی وايي، افغان امنیتي او کشفي بنسټونه باید په دې برخه کې خپلې هلې ځلېتېزې او هیڅ چاته اجازه ورنه کړي چې دغلته دولت ضد فعالیتونه وکړي.

ده زیاته کړه:

"داعش په هغو ځایونو کار کوي چې هلته روشنفکره خلک وي، یعنې هغه ځایونه چې هلته مدرسې وي، پوهنتونونه وي او هلته تعلیمي مرکزونه وي، په دوی باندې کار کوي، دلته خلک جذبوي او مغز ورمینځي او خپلو لیکو ته يې تیاروي، دا یوه جدي اندېښنه ده، له حکومت او کشفي او استخباراتي ادارو نه مو غوښتنه دا ده چې دغه ډول مراکز تر جدي پوښښ لاندې ونیسي."

ښاغلی مجاهد وايي، که افغان دولت په دې برخه کې له ناغېړۍ کار واخلي، نو په راتلونکې کې به له یو بلا ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

XS
SM
MD
LG