د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

زلمی خلیلزاد د افغان سولې په خاطر یو بل مهم سفر پیلوي


د افغان سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغان سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په خاطر بل مهم سفر پیلوي.

د افغانستان د سولې او پخلاینې په خاطر د پخوانیو سفرونو په دوام ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد په نږدې څو ورځو کې د سیمې هېوادونو ته خپل پنځم سفر پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او خپله خلیلزاد په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان ټوډې ورځپاڼې راپور ورکړی چې خلیلزاد دا سفر له طالبانو سره د مهمو موضوعاتو پر سر له خبرومخکې له اسلام اباده پیلوي.

خبرپاڼې د دغو سرچینو له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی، دا سفر د سولې له هوکړې مخکې مهم سفر بللی او ویلي يې دي چې داسفر به د فبرورۍ له شلمې نېټې مخکې تر سره شي.

هڅه مو وکړه چې د سفر په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د امریکا د سفارت نظر هم را واخلو خو بریالي نشو.

ځينو پاکستاني رسنیو بیا د خلیلزاد دغه سفر ته د هغه هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې له ځانګړو تیاریو لیکلي او ویلي يې دي چې د سفر وروستی تاریخ به په څو ورځو کې اعلان شي.

دا به سیمې ته د افغان سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي پنځم سفر وي.

ښاغلي خلیلزاد له دې وړاندې هم د هر سفر په ترڅ کې د افغانستان او د سیمې د ځينو نورو هېوادونو په شمول پاکستان ته تللی و.

نوموړي په تېره جنورۍ میاشت کې هم کابل، اسلام اباد، نوي ډيلي او چین ته سفرونه کړي وو او د سفر په پای کې يې له طالب استازو سره د شپږو ورځو لپاره په قطر کې لیده کاته درلودل.

ویل کېږي چې په دغو خبرو کې ټینګار په دې شوی چې د فبرورۍ په ۲۵مه یو ځل بیا دواړه لوري سره جرګه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې سفر په اړه څه ویل له وخته مخکې بولي، خو په نړیوالو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار محمد امین کریم وايي، د افغانستان د کړکېچ د حل په اړه ډېرو سفرونو او خبرو ته اړتیا ده.

ده ازادي راډیو ته وویل، پاکستان د افغانستان په اوسني کړکېچ کې مهم رول لري.

په نړیوالو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار محمد امین کریم
په نړیوالو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار محمد امین کریم

نوموړي وویل:

"د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي د سفرونو دوام یو طبیعي امر دی او د افغانستان د کړکېچ داخلي، سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو ته په کتو، د سیمې له هېوادونو سره خبرې مهمې او لازمي دي، تر اوسه ډېرې خبرې نه دي حل شوي او دې ټولو ته په کتو د افغانستان په اوسني کړکېچ او قضایاوو کې پاکستان مهم رول لري."

ښاغلی کریم چې له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د سولې مرکچي پلاوی هم و، وايي چې د سولې روانې هڅې د سولې د څارونکو له انتظاره ډېرې ښې پر مخ تللې دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG