د ارزګان ولايتي چارواکي خبر ورکوي چې پهدغه ولايت کې د څه باندې ۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د سړکونو، پلچکونو او يو شمېر نورو هغو رغنيزو کارونو پروژې تطبيقوي چې د جګړو پر مهال ويجاړ شوي دي.
چارواکي له خلکو غوښتنه کوي چې د پروژو د ارزونې او څارنې پر مهال دې مرسته وکړي.
خلک د يادو پروژو د هرکلي ترڅنګ د جګړې له ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوي چې
د جګړې پر مهال دې عامل المنفعه پروژې نه ويجاړوي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: