د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۹

چارواکي: په ارزګان کې ۱۷ کاله د ولسواليو ښوونکو ته معاشونه په کالدارو ورکول کېدل


د ارزګان ځيني ښوونکي

چارواکي: په ارزګان کې ۱۷ کاله د ولسواليو ښوونکو ته معاشونه په کالدارو ورکول کېدل او فساد پکې و.

د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین اوس خبر ورکوي چې د یاد فساد او غیر قانوني کړنو مخنیوی یې کړی او د دغو ښوونکو معاشونه به له دې وروسته د بانک
له لارې ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې له کابل بانک
سره نن د ولسواليو د ښوونکو د معاشونو د ورکړې تړون لاس لیک کړ.

چارواکي زیاتوي چې له دې وړاندې یادو ښوونکو ته د معتمد په لاس معاشونه ورکول کېدل.

ښوونکي هم وايي چې له دې وړاندې معاشونه پوره نه ورکول کېدل او یا به هم پاکستانۍ کالدارې ورکول کېدې، خو اوس خوښ دي چې معاشونه يې د بانک له لارې
ورکول کېږي.

په دې اړه نور جزیات د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG