د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون د فبروري په نهمه نېټه د اویغور اقلیت پر وړاندې د چین د حکومت اقدامات وغندل او د پېکېنګ چلند یې د بشریت لپاره شرم او ننګ وباله.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اکسون ادعا وکړه چې د چین اویغور وګړي له پرلهپسې فشارونو سره مخ دي او په سیسټماټیک ډول په ټولنه کې د هغو د جبري ادغام هڅه کېږي.
اکسون وویل، دا یو څرګند حقیقت دی چې د چین حکومت په لویدیځ ایالت سینکیانګ کې له یو میلیون زیات ایغور وګړي، په غیر قانوني ډول د تجمع په کمپونو کې راټول کړي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پهدې اړه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په یوه راپور کې وویل په سینکیانګ ایالت کې نژدې یو میلیون اویغور وګړي او نور ترک ژبي قومونه د تجمع په کمپونو کې اچول شوي او په جبري ډول د چین په ټولنه کې د جذبېدو لپاره بیا روزل کېږي.
د چین حکومت دا ادعاوې رد کړي دي او وايي، دا د تجمع کمپونه نه بلکې د دې خلکو لپاره د حرفوي زدهکړو مرکزونه دي او له دوی سره مرسته کوي چې د تروریستانو تر اغېز لاندې رانهشي او دا امکان ورته برابروي چې په ټولنه کې مدغم شي.
د چین اویغور قوم چې د وګړو ټول شمېر یې ۱۵ میلیونو ته رسېږي، له ډېرو کلونو راهیسې د پېکینګ د واکمنو چلند ظالمانه بولي او نړیوالو ته یې شکایتونه کړې دي.
متحدایالاتو هم له اویغورانو سره خواخوږي څرګنده کړې او پهدې ترڅ کې د جمهوري غوښتونکو او دموکرات سناتورانو په ګډون د سنا یوې ډلې د تېرې جنوري میاشتې په وروستیو کې د چین د اویغورانو اکاډیمیک شخصیت الهام توهتي Ilham Tohti چې اوس مهال په بند کې دی د نوبل د جایزې لپاره کاندید کړ.
جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو Marco Rubio د جنوري په دېرشمه نېټه وویل، په داسې حال کې چې د چین حکومت او کمونیست ګوند له بشري حقونو څرګندې سرغړونې کوي نو وخت ته په پام سره، نوبل جایزې ته د توهتي کاندیدول یو ډېر مناسب کار و.