د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ کب ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۳۲

چخانسوري: افغان حکومت د سولې په اړه د هرې همغږې هڅې ملاتړ کوي


د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري

افغان حکومت وايي، د سولې لپاره د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې له دوی سره په هغمږۍ ترسره کېږي.

افغان حکومت وايي، د افغانستان د سولې په بهیر کې ټول اړخونه او ښکېلې خواوې باید د حکومت د سولې د طرحې په چوکاټ کې مخته ولاړ شي او له یادې طرحې ملاتړ وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سولې لپاره روانې هڅې هغه مهال عملي پایلې لرلای شي چې له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شي او طالبان له حکومت سره د خبرو مېز ته کېني.

دی وایي:

"د سولې لپاره چې کومې هڅې روانې دي، ټولې یې نه، خو اکثریت يې د افغان حکومت د سولې د پلان په چوکاټ کې دي، د خلیلزاد هڅې له حکومت سره په همغږۍ دي او په ګډه مخته ځي، نور د افغانستان سیاستوال او هر افغان چې وي، دوی حق لري چې د سولې په اړه بحث او خبرې وکړي، خو نتیجه یې هغه وخت مثبته او عملي بڼه خپلولای شي چې له حکومت سره مخامخ خبرې پیل شي او هلته په بنسټيزو مسایلو بحث او هوکړې وشي."

ښاغلی چخانسوري وايي، د افغان حکومت له خوا چې د سولې لپاره کومه نقشه او طرحه جوړه شوې، په هغې کې د ټولو خواوو او ښکېلو اړخونو رول واضح شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې يو شمېر پخوانیو افغان چارواکو، د ملي شورا غړو او سیاستوالو په مسکو کې له طالب استازو سره دوه ورځنۍ ناسته وکړه چې افغان حکومت په کې برخه نه لرله.

د دغې ناستې له پای ته رسېدو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي دا خبرې اترې ډېرې قناعت بخښونکې وبللې او د طالبانو د ۱۰ کسیز پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي هم په مسکو کې خبریالانو ته ویلي چې له افغان سیاستوالو سره دا خبرې ډېرې بریالۍ وې.

د مسکو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ګډونوالو یوه نهه ماده‌ یز ګډ پرېکړه ‌لیک هم خپور کړ چې په‌ کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالبان مشرانو د نومونو پر ایستلو ټینګار شوی دی.

خو افغان حکومت بیا دغه ناسته د سولې لپاره سمه هڅه نه ده بللې او ویلي یې دي چې دا شان ناستې د افغانستان د امنیت او سولې لپاره ګټه نه کوي.

د ولسمشر غني دفتر د افغانستان د سولې په اړه د مسکو پر غونډه انتقاد کړی او په یاده غونډه کې یې ګډون کوونکي افغان سیاستوال تورن کړي چې د واک د لاسته راوړلو په لټه کې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا بیا وايي، د سولې په نوم هر هغه حرکت چې د ملي ګټو خلاف وي، دوی ته د منلو نه دی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډيو ته وویل:

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

"هر هغه نظر او حرکت چې له موږ سره همغږی دي او د سولې بهیر پیاوړی کوي، موږ يې ملاتړ کوو، پرته له دې هر هغه حرکت چې ملي يووالي ته زیان رسوي، د سولې د عالي شورا له خوا مردود شمېرل کېږي او موږ ورسره له هر ډول مرستې ډډه کوو."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې ورستیو کې د سولې په تړاو د افغان حکومت د نیت په اړه شکونه ډېر شوي، هغه څه چې حکومت تل رد کړي او ولسمشر محمد اشرف غني په وار وار په خپلو خبرو کې ویلي چې سوله ورته لومړیتوب لري او د خپل سر په بیه یې تينګښت ته ژمن دی.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG