د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۳۱

دفاع وزارت: په پوځي عملياتو کې د دولت ٧٥ مخالف وسله‌وال وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په بېلابېلو پوځي عملياتو کې د دولت ٧٥ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.

وزارت وايي، دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي چې په نتيجه کې يې ٢٠ نور وسله‌وال ټپيان شوي او ٢ مشکوک کسان نيول شوي دي.

دفاع وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات په ننګرهار، کاپیسا، پروان، غزني، کندهار، ارزګان، بادغیس، فراه، بلخ، جوزجان، تخار او هلمند ولايتونو کې شوي دي.

د افغان قواوو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د دولت وسلوالو مخالفانو هم د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG