د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ کب ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۴۴

د ژورنالېستانو کمېټه: پاکستان دې خبريال رضوان راضي خوشې کړي


د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه چې د ټلوېزيون خبريال رضوان راضي خوشې کړي.

دې کمېټې د دغه خبريال په وړاندې د هر ډول قانوني اقداماتو د بندېدو غوښتنه هم وکړه.

دغه خبريال په دې تورن دى چې په ټولنيزو رسنيو کې يې د پاکستاني چارواکو په باب له سپکاوي ډکې تبصرې کولې.

په نيويارک کې دېره د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې د اسيا د پروګرام تنظيموونکيسټيفن بلټر پرون په يوه اعلاميه کې وويل:

"په پاکستان يا بل ځاى کې د نظرياتو او انتقادي څرګندونو ښوول جرم نه شي کېداى."

ښاغلي بلټر ويلي:

"عدالت او د پاکستان اساسي قانون بايد د رسنيو ازادي تضمين کړي او دا کار هغه وخت کېداى شي چې رضوان راضي ژر تر ژره خوشې شي."

راضي په داسې حال کې نيول کېږي چې د رسنيو کارکوونکي او فعالان د پاکستاني چارواکو له بې سابقه فشار سره مخامخ دي.

په وروستيو کلونو کې د بشري حقونو په لسګونو فعالان او د چارواکو منتقد خبريالان نيول شوي، توقيف شوي او يا مجبوره کړاى شوي، چې د خپل خونديتوب په خاطر له پاکستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG