د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۴

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د ۱۰ پولیسو د وژل کېدو ادعا شوې


عمر ځواک

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پر پولیسو په یوه برید کې د نېژدې لسو پولیسو د وژل کېدو ادعا شوې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک ازادي راډيو ته پېښه تأييد کړه او ویې ویل چې برید د پولیسو په لیکو کې د دښمن د یوه نفوذې کس له خوا شوې، خو د تلفاتو دقیق شمېر یې یاد نه‌کړ.

د هلمند د ولايتي شورا رئيس عطالله افغان بیا ازادي راډيو ته وویل، په‌دې پېښه کې د اوو او نهو ترمنځ پولیس وژل شوي او پنځه نور لادرکه دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ازادي راډيو ته په يوه لېږلي پيغام کې ويلي چې د دوی نفوذي کسانو دوه امنیتي پوستې نيولي، نهه پوليس يې وژلي او نهه ميله وسلې يې هم له ځان سره وړې دي.

خو سیمه‌ییز چارواکي د طالبانو دغه ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG