د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۲۱

د هلمند چارواکي: په سنګين کې د عملیاتو په ترڅ کې ملکيان وژل شوي


د هلمند چارواکو تأييد کړه چې په سنګين کې د عملیاتو په ترڅ کې ملکي کسان وژل شوي دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن د هلمند د والي له دفتره خپره شوې، ویل شوي چې په‌دغو عملياتو کې چې د شنبې په ورځ په سیمه کې د ملي امنيت د «۰۳» په نوم قطعې کړې، ګڼ شمېر طالبان وژل شوي او یو شمېر یې نیول شوي دي.

خبرپاڼه د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو او لسو نورو د نیول کېدو ترڅنګ ولسي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله هم تأییدوي او وایي چې له يوه کوره د ملي امنیت پر ځواکونو بريد شوی و چې په ځوابي ډزو او هوايي بمباري کې څلور ملکي وګړي ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.

د خبرپاڼې له مخې د دغې پېښې په اړه پلټنه پیل شوې ده.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته د خپلو ملګرو وژل او نيول رد کړي او هغه يي ملکي کسان ياد کړي دي.

دغه عمليات د سنګين ولسوالۍ د پوزکي په نوم سیمه کې شوي دي.

XS
SM
MD
LG