د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ کب ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۰۸

د افغانستان ولسمشر په یوه ناڅاپي سفر نن جلال‌اباد ته لاړ


ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه ناڅاپي سفر نن جلال‌اباد ته ولاړ.

د ننګرهار د ولایتي ادارې چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې اشرف غني به نن په یوې پراخه ولسي غونډه کې ګډون وکړي.

له ننګرهاره د ازادي راډیو خبریال وایي چې رسنیو ته بلنه نه‌ده ورکړل شوې چې په ولسي غونډه کې د ولسمشر د ګډون او وینا په اړه راپورونه ورکړي.

چارواکو ننګرهار ته د ولسمشر د دغه ناڅاپي سفر یو هدف په‌دې ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ بللی دی.

ننګرهار چې د داعش د فعالیت یو مهم مرکز ګڼل کېږي، په یو شمېر سیمو کې یې په دې وروستیو کې ولسي خلکو پر ضد پاڅون پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG