- مليټري ټايمز Military Times
امريکايۍ ورځپاڼې مليټري ټايمز په خپله يوه تازه ګڼه کې په افغانستان کې د سولې د روانو مذاکرو په اړه ليکنه خپره کړې ده.
د ليکنې په پيل کې يې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څرګندونو ته اشاره کړې ده.
زلمي خليلزاد تېره جمعه د امريکا د سولې په انسټيټيوټ کې يوې غونډې ته په خبرو کې وويل، تر اوسه له وسلهوالو طالبانو سره روانې مذاکرې د دواړه لوريو پر دوو مهمو لومړيتوبونو متمرکزې وې.
د ورځپاڼې په حواله، د دغو مذاکرو په نتيجه کې پر دغو يادو شويو مسايلو په اصولو کې موافقه شوې ده.
په ليکنه کې د خليلزاد خبرو ته اشاره شوې چې ويلي يې دي، د امريکا لپاره لومړيتوب دا دى چې له طالبانو دا ژمنه ترلاسه شي چې تروريستي ډلې به بيا نه پرېږدي له افغانستانه په استفاده پر امريکا يا د هغې پر متحدانو حمله وکړي.
ورځپاڼې د خليلزاد دا خبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي، د طالبانو لپاره لومړيتوب په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور مسئله وه.
زلمي خليلزاد ويلي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د احتمالي وتلو پر چوکاټ په اصولو کې موافقه شوې ده.
د مليټري ټايمز ورځپاڼې په حواله، د طالبانو يوه وياند خبري اژانسونو ته ويلي چې د امريکا متحدو ايالتونو موافقه کړې چې د اپرېل مياشتې تر پاى پورې به په افغانستان کې د خپلو دېره پوځيانو شمېر نيمايي ته راکم کړي.
ښاغلي خليلزاد ويلي چې پر دې موضوع خبرې اترې په ډېرو لومړنيو پړاوونو کې دي.
- ګارډين Guardian
بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين په خپله پرونۍ ګڼه کې تر دې عنوان لاندې ليکنه خپره کړې ده:
«هغه ښځې چې د جنګ په سيوري کې ژوند کوي، وايي طالبانو يې د ژوند څو کلونه ضايع کړي دي.»
د ليکنې په پيل کې راغلي چې په ٢٠٠١میلادي کال کې د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو بل نسل ټوکېدلى دى.
پهدغو ښځو کې اکثريت يې د اساسي بدلونونو په مرسته خپل هېواد رهبري کړى چې ښوونځي يې چلولي، د خبريالانو يا سياستوالو په توګه کارونه کوي او لا يې هم د طالبانو د رژيم ترخې خاطرې په ياد دي.
د ګارډين د ليکنې په يوه برخه کې راغلي چې په افغانستان کې ښځې له دوو حالتونو سره مخامخې دي، له يوې خوا هيله لري چې بالاخره به په هېواد کې سوله وشي، له بلې خوا دا اندېښنه ورسره ده چې د سولې د موافقې په صورت کې به د دوى حقونه تر پښو لاندې شي.
په مسکو کې د وروستۍ غونډې په درشل کې د افغان ښځو شبکې د دې غونډې له نارينه تنظيموونکو غوښتنه کړې وه چې ښځو ته هم پهکې د ګډون زمينه برابره کړي.
د ګارډين ورځپاڼې په حواله، ګڼو ښځو په ټولنيزو رسنيو کې عکسونه خپاره کړل او له هشتګ سره يې دغه عبارت وکاراوه افغان ښځې به تر شا نه شي.
د مسکو غونډه چې د طالبانو استازو، د پخواني حکومت ځينو چارواکو او سياستوالو په کې برخه اخېستې وه، تېره سې شنبه او چهارشنبه جوړه شوه.
پهدې غونډو کې د ښځو دوو فعالانو حوا علم نورستانۍ او فوزيې کوفي هم برخه درلوده.