د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۷

د خلیلزاد د څرګندونو په اړه د سولې او جګړې د انسټېټیوټ نظر څه دی؟


د افغانستان د سولې او جګړې انسټېټیوټ وايي، که د انتخاباتو نېټه ونه ځنډول شي، ستونزمنه به وي چې د افغانستان تر ولسمشریزو انتخاباتو پورې له طالبانو سره د سولې هڅې یوې نتیجې ته ورسېږي.

د دغه انسټېټیوټ سرپرست او مرستیال حکمت الله اعظمي ازادي راډیو ته وویل، که دا ممکنه هم شي، فکر نه کوي چې یاده ډله دې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه ویلي، هڅه کېږي چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر راتلونکو انتخاباتو پورې له طالب چارواکو سره د سولې پروسه کامیابه شي.

له ښاغلي اعظمي سره اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې ورنه د ښاغلي خلیلزاد د دغو څرګندونو په اړه پوښتلي دي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG