د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

فارين پاليسۍ: د طالبانو پر ژمنو باور مه کوئ


  • فارين پاليسۍ

فارين پاليسۍ خپرونې په دې اړه تر دې عنوان لاندې ليکنه خپره کړې ده: د طالبانو پر ژمنو باور مه کوئ.

د ليکنې په حواله د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ملت ته په وينا کې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو وتل، د افغانستان د بحران په سوله ييز حل پورې تړلي وبلل.

خو فارين پاليسي خپرونه زياتوي، ولسمشر ټرمپ ته چې ويل کېږي تل يې فکر په بدلېدو دى، د طالبانو له خوا کوم ضمانت نه دى ورکړل شوى.

فارين پاليسۍ: ډونالډ ټرمپ د امريکايي پوځيانو وتل، د افغانستان د بحران په سوله ييز حل پورې تړلي وبلل.

په دوام کې راغلي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي خبرې باید د امریکا د حضور د توجیه په نسبت د سولې په موافقې ډېر وڅرخیږي.

خپرونه همداراز وړاندیز کوي چې له افغان طالبانو سره د امریکا د خبرو لومړیتوب باید اوربند، د بهرنیو یرغمل شویو کسانو خوشې کول او له افغان قانوني حکومت سره د طالبانو خبرې وي.

فارين پاليسي: ولسمشر ټرمپ ته چې ويل کېږي تل يې فکر په بدلېدو دى، د طالبانو له خوا کوم ضمانت نه دى ورکړل شوى.
فارين پاليسي: ولسمشر ټرمپ ته چې ويل کېږي تل يې فکر په بدلېدو دى، د طالبانو له خوا کوم ضمانت نه دى ورکړل شوى.

خو د فارن پالیسي په لیکنه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد له خوا وړاندې شوی کاري چوکاټ نور لومړیتوبونه په پام کې لري چې مهمه یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو وړاندیز دی او په بدل کې یې طالبانو ضمانت کړی چې تروریستان به له افغان خاورې په بهر برید ونه کړي.

د خپرونې په باور په طالبانو باندې په داسې یو وخت کې باور کول به یوه لویه تېروتنه وي ځکه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بدل کې یوه د نه اعتماد وړ ژمنه کیږي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه یوه پوښتنه مطرح کړې چې له طالبانو سره موافقه ولې پر امریکا د بریدونو مخه نیسي؟

د ورځپاڼې په لیکنه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا موافقه او په بدل کې یې د طالبانو وعده چې افغانستان به په بهر د بریدونو لپاره ونه کارول شي له بریا پرته له جنګه د وتلو یوه لار ده.

نیویارک ټایمز: طالبان د نړیوال تروریزم د مخنیوي په هوډ کولای شي له افغان حکومتي پوځیانو سره یوځای شي
نیویارک ټایمز: طالبان د نړیوال تروریزم د مخنیوي په هوډ کولای شي له افغان حکومتي پوځیانو سره یوځای شي

د مقالې لیکوال دا هم لیکلي امریکايي ځواکونه د همدې اندېښنې لپاره په افغانستان کې دي او طالبان یې له واک لرې کړل چې تروریستان دا ځای په نورو د برېد لپاره ونه کاروي خو دغه خبره له واقعیته ډېر په نظریاتو ولاړه ده.

نیویارک ټایمز په دوام کې لیکي چې د افغانستان په جګړه کې دوه لوري ښکېل دي افغان حکومت او وسله وال طالبان. هغه څه چې اوس وخت د سوریې، عراق، لیبیا او یمن تر جګړې متفاوته دي.

نیویارک ټایمز : طالبان د نړیوال تروریزم د مخنیوي په هوډ کولای شي له افغان حکومتي پوځیانو سره یوځای شي.

د ورځپاڼې په باور د افغانستان کړکیچ تر نورو زیاتو جنګونو څو واره اسانه دی ځکه په ټولو جنګونو کې طالبان د حکومتي عسکرو پر ضد جنګیږی او په دې لانجو کې لویې سیالۍ کمې مطرح دي.

نیویارک ټایمز په دې خط خپله مقاله پای ته رسولې چې طالبان د نړیوال تروریزم د مخنیوي په هوډ کولای شي له افغان حکومتي پوځیانو سره یوځای شي او دا کار په افغانستان کې د لویدیځ د بې پایه حضور په نسبت په ښه توګه د تروریستي بریدونو مخه نیولی شي.

XS
SM
MD
LG