د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

نیویارک ټایمز:افغانان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په ناڅاپي وتلو اندېښمن دي


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مسکو په ناستې مقاله لیکلې چې پکې طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کړی دی. ورځپاڼه لیکي ګڼو افغانان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په ناڅاپي وتلو اندېښمن دي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه افغانان ویره لري چې د دغو ځواکونو وتل د پخوانۍ شوروي د ځواکونو له وتلو وروسته د ورته جګړو د پيل سبب نه شي.

وحیدالله سباوون: امریکايي ځواکونه له دغه هېواده دې په وتلو کې بېړه ونه کړي.

ورځپاڼې د مسکو د ناستې د یوه ګډونوال وحیدالله سباوون په حواله چې د شوروي پر وړاندې یې جنګ کړی و لیکلي: امریکايي ځواکونه دې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې نه شي خو له دغه هېواده دې په وتلو کې بېړه ونه کړي.

نیویارک ټایمز د فوزیه کوفي په حواله هم لیکلي چې هیله منه ده د بهرنیو ځواکونو وتل کرار کرار ترسره شي.

کوفي د مسکو د ناستې ګډونواله وه.

د مسکو به دوه ورځنۍ ناسته کې لسګونه افغان سیاستوالو او د طالبانو استازیو ګډون کړی و.
د مسکو به دوه ورځنۍ ناسته کې لسګونه افغان سیاستوالو او د طالبانو استازیو ګډون کړی و.

د مسکو دوه ورځنۍ ناسته چې پکې لسګونه افغان سیاستوالو او د طالبانو استازیو ګډون کړی و د چهارشنې په ورځ د یوې اعلامیې په صادرولو پاي ته ورسېده.

د دوی په اعلامیه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د قانون اصلاح او له تور لیسته د طالبانو د غړیو لرې کول مهمې مادې جوړوي.

افغان ولسمشر بیا ویلي چې د مسکو د غونډې یو ګډونوال هم اجرايي واک نه لري او د ده په خبره افغانان ژر تېرېدونکې سوله چې څو کاله وروسته تر پخوانیو هغو د لا سختې جګړې زمینه برابروي نه مني.

  • د بښنې نړیوال سازمان

د بښنې نړیوال سازمان په تخار ولایت کې د وسله والو له خوا د دوو خبریالانو په وژل کېدو مقاله لیکلې ده.

دغه سازمان د یادو خبریالانو وژنه یو جنایت بللی دی.

د بښنې نړیوال سازمان لیکلي دا پېښه هغه ګواښونه چې افغان خبریالانو ته د کار په خاطر متوجه دي لا برسېره کوي.

د بښنې نړیوال سازمان : افغان چارواکي باید د ټولو خبریالانو ځاني خوندیتوب تضمین کړي .

دغه سازمان دا هم لیکلي چې افغان چارواکي باید د دې پېښې په اړه هر اړخیزې څیړنې وکړي او عاملین یې محاکمه او مجازات کړي.

د بښنې نړیوال سازمان په مقاله کې راغلي چې افغان چارواکي باید د ټولو خبریالانو ځاني خوندیتوب تضمین کړي څو هغوی له ویرې پرته په ازادانه توګه کار وکړي.

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې هم له افغان حکومت غوښتي چې په تخار کې د دغو خبریالانو د وژنې په اړه څېړنه وکړي او قاتلان یې محاکمه کړي.

د دې کمېټې په ویب پاڼه د اسیايي پروګرام د همغږي کوونکي سټیفن بټلر په حواله لیکل شوي چې په همصدا راډیو باندې برید او د شفیق الله اریا او رحیم الله رحماني وژنه د هغه خطرناکه چاپیریال ښکارندويي کوي چې افغان خبریالان پکې کار کوي.

په دوام کې راغلي چې د ژورنالیستانو د خوندیتوب د کمېټې د تحقیق په اساس افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې په ګرده نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی ځای و.

XS
SM
MD
LG