د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

واشنګتن پُسټ: طالبان اساسي قانون نه‌مني


د افغانستان یو ټوک اساسي قانون
د افغانستان یو ټوک اساسي قانون
  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، د ولسمشر اشرف غني یوې مخالفې سیاسي ډلې په مسکو کې د طالبانو له استازو سره پر سیاسي جوړجاړي خبرې وکړې.

ورځپاڼه لیکي چې دې خبرو انتخاباتي سیاست اغېزمن کړی او اوسنی افغان ولسمشر نور هم کمزوری کوي.

وال سټریټ ژورنال بیا وړاندې لیکي، په داسې حال کې چې د سولې هلې ځلې د ولسمشر غني شااوخوا روانې دي او ده ته ورنږدې کېږي، دی یې په قهر کړی دی.

ورځپاڼې د ولسمشر غني د یکشنبې ورځې دا خبره رااخیستې ده چې ویلي یې و، که مې یو څاڅکی وینه هم په تن کې وي زه به موقتي سولې ته تسلیم نه‌شم.

وال سټریټ ژورنال: د مسکو خبرو انتخاباتي سیاست اغېزمن کړی او اوسنی افغان ولسمشر نور هم کمزوری کوي.
وال سټریټ ژورنال: د مسکو خبرو انتخاباتي سیاست اغېزمن کړی او اوسنی افغان ولسمشر نور هم کمزوری کوي.

له طالبانو سره د مسکو د غونډې مشري پخواني ولسمشر حامد کرزي وکړه، وال سټریټ ژورنال د ښاغلي کرزي د یکشنبې د ورځې دې خبرې ته اشاره کړې ده چې ویلي یې و، په مسکو کې د پلاوي یو اساسي هدف دا دی چې د هغو پرمختګونو دفاع وکړي چې له ۲۰۰۱ کال راوروسته په افغانستان کې شوې دي چې په دې کې مدني حقونه، د ښځو حقونه او د هېواد په سیاسي او اجتماعي برخو کې د ښځو ګډون شامل دی.

وال سټریټ ژورنال د نړیوال کړکېچ د ډلې د اسیا د برخې د مشرې لوریل مېلر خبرې ته اشاره کړې ده چې وایي، څه چې په مسکو کې پېښېږي هغه د افغان سولې د بهیر لپاره ضروري دي.

لوریل مېلر: څه چې په مسکو کې پېښېږي هغه د افغان سولې د بهیر لپاره ضروري دي.

​مېرمن مېلر چې پخوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان او پاکستان لپاره سرپرسته ځانګړې استازې هم پاتې شوې ده، زیاتوي چې اصلي لوبغاړيو چې د طالبانو په مخالفت کې دي لاس سره یو کړی او یوه لویه اجماع‌یې رامنځته کړې ترڅو پر اساسي موضوعاتو بحث وکړي چې په دې کې په افغان حکومت کې مشارکت هم شامل دی.

ورځپاڼه د خپرې کړې مقالې په وروستیو کې لیکي، د مسکو غونډه یوه بله نښه ده چې د روسیې حکومت غواړي د افغانستان په سیاست کې دخیله وي او له جګړې وروسته د سیمې په سیاست کې ښکېله وي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې بیا د طالبانو دې خبرې ته په خپله مقاله کې پام کړی دی چې ویلي یې دي، دوی نه‌غواړي چې افغانستان په زور او فشار اشغال کړي.

ورځپاڼه په مسکو کې د طالبانو د پلاوي د مشر شیر محمد عباس ستانکزي په وینا لیکي چې پوځي فشارونه به افغانستان ته سوله رانه‌وړي.

شیر محمد عباس ستانکزی: پوځي فشارونه به افغانستان ته سوله رانه‌وړي.
شیر محمد عباس ستانکزی: پوځي فشارونه به افغانستان ته سوله رانه‌وړي.

ګارډین وړاندې لیکي چې د مسکو غونډې او د افغان حکومت له استازو سره د طالبانو د خبرو انکار، ولسمشر اشرف غني ناراحته کړی.

ګارډین لیکي چې د مسکو په غونډه کې یوازې دوو مېرمنو د ښځو د حقونو د مدافعانو په توګه برخه واخیسته.

  • واشنګتن پُسټ

په دې برخه کې بلې ورځپاڼې واشنګتن پُسټ د ولسي جرګې د غړې فوزیې کوفي خبرې رااخیستې دي چې وایي، طالبانو ته مو ښکاره ویلي دي چې موږ په راتلونکي کې د ښځو د تضمین غوښتونکي یوو.

مېرمن کوفي زیاتوي چې افغان مېرمنو اوږده لار وهلې او بېرته به شاته ونه‌ګرځي.

فوزیه کوفي بیا وایي، طالبان په دې برخه کې غلي و، خو اوس به وګورو چې څه کېږي.

فوزیه کوفي: افغان مېرمنو اوږده لار وهلې او بېرته به شاته ونه‌ګرځي.
فوزیه کوفي: افغان مېرمنو اوږده لار وهلې او بېرته به شاته ونه‌ګرځي.

واشنګتن پُسټ وړاندې لیکي، طالبان اساسي قانون نه‌مني او عباس ستانکزي ویلي دي چې دا قانون د غربیانو یوه نسخه ده چې د افغانستان پر اسلامي ټولنې د اشغال پر مهال تحمیل شوه.

ستانکزي د طالبانو په استازیتوب دا خبره هم وکړه چې اساسي قانون باید نوی شي چې له اسلامي معیارونو سره سم وي.

XS
SM
MD
LG