د کندهار اوسېدونکي وایي، پښتانه د کرښې په دواړو غاړو کې له لسيزو راهيسې له تاوتريخوالي سره مخ دي، خو څوکيې غږ نهاوري.
د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۶» ناوخته د کندهار لسګونه اوسېدونکو د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ لاريون وکړ.
لاريون کوونکو پښتانه د لسيزو راهيسې د نامعلوم، خو پلان شوي تاوتريخوالي قرنيان ياد کړل او له ملګرو ملتونو څخهيې وغوښتل چې نور د پښتنو غږ واوري او له حقونو څخهيې دفاع وکړي.
حکمتالله صلحي د نورو په استازيتوب وویل:
"پښتانه نور د دوی ظلمونه نهشي زغملی موږ په کلکه د دوی ملاتړ کوو، موږ د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو څخه غوښتنه کوو چې د پښتنو د روانو وژنو په اړه چوپ پاتې نهشي او د دې پېښو په مخنیوي کې دې غږ پورته کړي."
لاريون کوونکو همداراز بلوجستان کې د پاکستاني پوليسو لهخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر ارمان لوڼي وژل کېدل هم وغندل او هغهیې د پښتنو د ځنځیري وژنو کړۍ ياده کړه.
لاريون کوونکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين په ملاتړ شعارونه ورکړل او د ارمان لوڼي د قاتلينو د مجازات غوښتنهیې وکړه.
د یادولو وړ ده چې د دوشنبې په ورځ د کندهار اوسېدونکو په ورته توګه د ارمان لوڼي د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراض او د پښتون ژغورنې غورځنګ د دغه وژل شوي غړي غیابي جنازه وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د دوی يو ملګری ارمان لوڼی پولیسو د فبرورۍ په دوهمه نېټه په بلوچستان کې په وهلو ټکولو وژلی دی.
راپور: صادق رښتینی