د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د غزني ځوانان او فعالان: پولیس دې د نشه‌یي توکو قاچاق کوونکي ونیسي


ارشیف، په غزني کې یو تن پولیس
ارشیف، په غزني کې یو تن پولیس

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت د مرکز ښار په بېلابیلو سیمو کې یې تر ۵۰ زیاتې قیلون‌خانې تړلې دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال غلام داوود تره‌خېل په‌دې اړه په جوړه شوې خبري غونډه کې وویل، د دغه قیلون‌خانو مالکان‌یې هم نیولي وو، خو د قیلون‌خانو د بیا نه‌فعالولو په شرط‌یې خوشې کړي دي.

غلام داوود تره‌خېل وايي:

"دغه کار د سیمې د مشرانو په خوښه ترسره شوی وو چې په بیا بیا یې راڅخه د دغه کار د بندولو غوښتنه کړې وه."

ځوانان وايي، قیلون‌خانې د مخدره موادو د معتادۍ سبب جوړېږي.
ځوانان وايي، قیلون‌خانې د مخدره موادو د معتادۍ سبب جوړېږي.

په غزني کې ځوانان هم د امنیتي ځواکونو دغه کار د ستاینې وړ بولي او وايي، دغه قیلون‌خانې د مخدره موادو د معتادۍ سبب جوړېږي.

مدني فعال نېک محمد عابد وايي:

"امنیتي ځواکونو که څه هم چې وړوکی کار دی، خو پر ځای کار یې کړی دی."

بل لور ته بیا په غزني کې ځیني مدني فعالان او ځوانان ټینګار کوي چې دولت دې د دغه قیلون‌خانو تر څنګ د هغه مخدره توکو جرړې هم وباسي چې ډېری کسان او د دغه کسانو کورنۍ ورسره له سختو مشکلاتو سره مخ دي.

مدني فعال سیف‌الله مبارک وايي:

"امنیتي ځواکونه دې د مخدره موادو په برخه کې یوازې تر قیلون‌خانو پورې خپل عملیات نه‌محدودي، بلکې د نورو خطرناکو نشه‌یي توکو د پلورونکو په وړاندې دې هم لاس په کار شي."

د هېواد د نورو سیمو تر څنګ د غزني ډېری ځوانان د کار د نشتوالي له امله د وخت ډېری برخه په قیلون‌خانو او ځینو نورو دا ډول ځایونو کې تېروي چې وروسته بیا د ځینو نورو وړو او لویو نشه‌یي توکو په کارولو لاس پورې کوي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG