د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه او د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې!


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د تبصرو زیاته برخه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډې ته ځانګړې کړې ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د جوړېدونکې غونډې په اړه روانو بحثونو ته کتنه کړې او په‌دې اړه‌یې د بېلابېلو لورو نظرونه خپاره کړي دي.

ورځپاڼې که په یو مطلب کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حواله لیکلي دي چې د مسکو غونډه د بین‌الافغاني مذاکراتو پیل ته لار هواروي، خو بل لور ته‌یې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله دا هم لیکلي دي چې دا غونډه به د افغانستان موجوده حکومت لا کمزوری کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په مسکو کې جوړېدونکې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې د روسیې وروستي اقدامات ښیي چې نور نو مسکو نه‌غواړي امریکا په افغانستان کې د ګټو له وېش پرته هر څه چې یې زړه غواړي ترسره‌یې کړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې افغانان اوس‌مهال په هېواد کې د بېلابېلو هېوادونو په ملاتړ چې د افغانستان په سیاسي ډګر کې د فعاله حضور هڅه کوي، د یوې نیابتي جګړې قرباني دي او د خلکو په ژوند کې د ښه‌والي هېڅ هیله نه تر سترګو کېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د مسکو غونډې په لړ کې د روسیې اهدافو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې مسکو هڅه کوي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور د افغان حکومت پر ضد له طالبانو سره یوځای کړي.

د ورځپاڼې په وینا روسیه د دا ډول غونډو په جوړولو سره یو بل هدف هم تعقیبوي او هغه په افغانستان کې د سولې له‌پاره د روانو هڅو دړې وړې کول دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې افغانان اوس په‌دې پوه شوي دي چې روسیه، ایران او پاکستان په افغانستان کې سوله نه‌غواړي او نه هم طالبان سولې ته ژمن دي، خو افغانان به هېڅ چاته اجازه ورنه‌کړي چې خپل ناوړه پلانونه عملي کړي، بلکې دا ارمانونه به‌یې له خاورو سره خاورې کړي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا د مسکو په غونډه کې د ځینو ګډون کوونکو په حواله لیکلي دي چې د دې ناستې هدف د نظام کمزوري کول نه‌دي، بلکې دا به د زلمي خلیل‌زاد له‌خوا د کېدونکو هڅو دوام وي.

ورځپاڼې وړاندې د غونډې د ګډونوالو په حواله دا هم لیکلي دي چې د دې غونډې له‌پاره کومه ځانګړې اجنډا نه‌لري، بلکې هڅه کوي طالبانو ته دا پوهاوی ورکړي چې د سولې په خبرو کې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

د ورځپاڼې په وینا د غونډې برخه‌وال دا مني چې د غونډې په رابللو کې د روسیې حکومت اساسي رول درلودلی دی، خو ټینګار کوي چې دا غونډه د سولې د هڅو یوه برخه ده، څو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

  • انیس

خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا د مسکو غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې د سیمې او له سیمې وراخوا هېوادونه د افغانانو په غیابت کې د سولې بهیر د خپلو اهدافو د پلي کولو له‌پاره وکاروي.

ورځپاڼې خبرداری ورکړی، که سیاسي مشران او خلک د افغانستان روانه وضعه درک نه‌کړي او د سیمه‌ییزو سیاستونو پر وړاندې بې‌پروا پاتې شي، نو له شک پرته چې افغانستان به یو ځل بیا د ۷۰مې لسیزې د ناورین په لور ولاړ شي.

ورځپاڼه لیکي:

د افغان حکومت د استازو په نه‌موجودیت کې جوړېدونکې غونډه دا روښانه کوي چې ډراماتیک بدلونونه د رامنځته کېدو په حال کې دي.

ورځپاڼې دا غوښتنه هم کړې چې باید پرې نه‌ښودلی شي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پيل شوی بهیر د ځینو هېوادونو له‌خوا له خنډونو سره مخامخ کړای شي.

XS
SM
MD
LG