د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د پوهنې وزارت: په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۷۰۰ ښوونځيو د جوړولو کار پیل شوی


ارشیف، په پکتیا کې یو ښوونځی
ارشیف، په پکتیا کې یو ښوونځی

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ولسمشر غني د حکم له مخې يې په هېواد کې د ۲۷۰۰ ښوونځيو د جوړېدو کار پیل کړی دی.

د دغه وزات ویاندې نوريې نزهت د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۵» ازادي راډيو ته وویل، د پوهنې وزارت د ولسمشر غني له‌خوا د شپږ زره ښوونځیو د ژمنې پر بنسټ د ۲۷۰۰ ښوونځيو کارونه په ۱۳۹۷ کال کې پیل کړي دي.

دا وایي:

"دا پروګرام عملاً پیل دی او موږ دمګړۍ د ۲۷۰۰ ښوونځيو د جوړولو چارې پیل کړي او ان‌شاءالله چې نور ښوونځي به په راتلونکي کال کې جوړ شي."

د افغانستان د پوهنې وزارت لوحه
د افغانستان د پوهنې وزارت لوحه

​اغلې نزهت وايي، د دغه پروګرام لپاره ۱۷۵ ميلیونه ډالر په پام کې نیول شي چې د نړیوال بانک او د پوهنې وزارت د ملاتړو بنسټونو له‌خوا ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني روانه اوونۍ د ښوونځيو د ځمکو لپاره د پلان ترتیب یوې غونډې ته چې په ارګ کې جوړه شوې وه، د ښوونځيو د جوړولو په برخه کې پر چټک پرمختګ ټينګار وکړ.

ښاغلي غني د شپږ زره ښوونځيو د جوړولو لپاره د یوه واضح مېکانيزم د جوړولو په ټينګار سره وویل، په نوي کال کې د ښوونځيو د زنګ تر وهلو باید د ودانیو د جوړولو په پرخه کې لازم پرمختګ رامنځته شي.

ولسمشر غني پر والیانو، ولسوالانو او امنیه قوماندانانو هم غږ وکړ چې له دې برخې سره پر وخت همکاري وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني په ۱۳۹۷ کال کې د د نوي ښوونیز کال له پیل سره ژمنه وکړه چې د دوو کلونو په موده کې به شپږ زره ښوونځي جوړ شي چې له دې کار سره په په هېواد کې د ښوونځيو د کمښت ستونزه حل شي.

له دې سره د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت چارواکي د پوهنې له وزارت سره په ګډه همغږۍ او همکارۍ ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکوي.

د یاد وزارت سلاکار محمد جیلاني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"کارونه په ډېر ښه شان سره پر مخ روان دي او اوس د تېر په پرتله د دواړو وزارتونو ترمنځ د کارونو د پرمختګ او چټکتیا لپاره همغږي ډېره زیاته شوې، د ولسشمر د حکم له مخې یوه ډله یوازې په همغږۍ سره د کار پر مخ بیولو لپاره جوړه شوې ده."

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزات د معلوماتو له مخې، د پوهنې وزارت د ښوونځيو د جوړولو ځای او لېست دغه وزارت ته سپاري او له هغې وروسته‌يې د جوړولو اقدام کېږي.

دا ګام داسې وخت اخیستل شوی چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د شکایتونو پر بنسټ ډېرې سیمې ښوونځي نه‌لري او زده کوونکي یې یا په سړه هوا او یا کله د سوز‎ځنده لمر لاندې په درس بوخت وي.

له دې سره د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن د ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړول د زده کوونکو او ښوونکو د ستونزو د حل په خاطر یو مهم ګام ګڼي او وايي چې له جوړولو وروسته‌يې باید خلک په ساتلو کې مهم رول ادا کړي.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG