د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۱۳

عبدالله: د امریکايي سرتېرو وتل د اړیکو د شلېدو او د افغانستان د پای په معنی نه‌دي


په افغانستان کې امریکايي سرتېري

په‌داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تازه ویلي چې له افغانستانه خپل عسکر باسي، د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د افغانستان د پای په معنی نه‌دی او بالاخر باید افغانان هغې ورځې ته تابیا ولري چې په خپلو پښو ودرېږي.

ښاغلي عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ‌يې «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۵» خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې له افغانستانه د امریکایانو وتل د ژمنو د پای ته رسېدو او د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو د شلېدو په معنی نه‌دي.

نوموړي زیاته کړه:

"که له افغانستانه اوس‌مهال د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه کېږي، نو ایا دا به د افغانستان لپاره د نړۍ پای وي؟ او که‌نه موږ ټول باید لاس تر زنې کېنو او په‌دې هېواد کې د قیامت د راتلو انتظار وباسو؟ نه! نن هم د امنیت ټینګښت او دفاع برخه تر ډېره زموږ د امنیتي ځواکونو پر غاړه ده."

نوموړي وویل چې اوس‌مهال هم د افغانستان په زیاتره برخو کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه د افغانستان ملي او دفاعي ځواکونه په یوازې ځان پر مخ وړي.

ښاغلي عبدالله همدا شان وویل چې هېڅ‌کله په افغانستان کې د امریکایانو د دایمي پاتې کېدو په اړه بحث او هوکړه نه‌ده شوې.

دا په‌داسې حال کې ده چې تازه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې له افغانستانه خپل عسکر باسي.

ښاغلي ټرمپ د «سي. بي. اېس» ټلوېزیون له "فېس دِ نېشن" پروګرام سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې په استخباراتي چارو ډېره اتکا کولای شي.

خو د امریکا سنا مجلس د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ له افغانستان او سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له طرحې سره مخالفت وښود.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ داسې وخت له افغانستانه د عسکرو په ایستلو ټینګار کړی چې افغان ولسمشر محمد اشرف تېره اوونۍ ښاغلي ټرمپ ته په یوه لیک کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو په اړه ځيني وړاندیزونه کړي.

په‌دې لیک کې چې جزئیات‌یې تېره اوونۍ نیویارک ټایمز خپاره کړي وو، په افغانستان کې د یوه اغېزمن شمېر امریکايي عسکرو د پاتې کېدو او د لګښتونو د راکمولو وړاندیزونه شوي.

د راپورونو پر اساس اوس‌مهال شااوخوا ۱۴ زره امریکایي عسکر په افغانستان کې دېره دي.

د ډونالد ټرمپ وروستیو څرګندونو په کور دننه د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو اندېښنې هم راپارولې دي.

د دغه جرګې دوهم منشي فیصل سمیع وايي چې امریکا او افغانستان په خپلو کې امنیتي تړون لري او که په‌دې برخه کې که هره پرېکړه کېږي باید یوه طرفه ونه‌اوسي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له امریکا سره امنیتي تړون لرو، هر ډول یو طرفه تصمیم چې د امریکا له لوري نیول کېږي، افغانانو او افغان حکومت ته به د منلو وړ نه‌وي، زموږ هیله دا ده چې د همدغه ژمنو او تړون پر اساس باید پرېکړه وشي."

ښاغلی سمیع اندېښنه څرګندوي چې که امریکايي ځواکونه له وخت مخکې له افغانستانه ووځي په‌دې هېواد کې به د ګاونډیو هېوادونو پراخو لاسوهنو ته زمینه برابره شي او افغانستان به یو وار بیا د نړیوال ترورېزم په مرکز بدل شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG