که څه هم په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلینو ویلي وو چې د ارزګان-کندهار ترمنځ لویه لارهيې پرانیستې ده، خو خلک وايي، دغه لاره لا هم د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.
تېره ورځ په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلینو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د ارزګان-کندهار ترمنځ لویه لارهيې د وسلهوالو طالبانو له شتونه پاکه کړې او د ټرافیکو پر مخيې خلاصه کړې، خو خلک بیا وايي، لا نهده پرانیستې.
دا چې د یادې لارې د خلاصون او بندښت په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي، د ازادي راډيو خبریال سیمې ته تللې چې د نوموړي په وینا ستونزه لا پر ځای پرته ده.
د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکي بیا وايي، ډېر ژر به یاده لار د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: