د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د کورنیو چارو وزارت ۳ چارواکي له دندو ګوښه او پر ځای يې نوې څېرې ګمارل شوي


د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي

د کورنیو چارو وزارت درې چارواکي د ولسمشر غني له خوا ګوښه او پر ځای يې نوې څېرې ګمارل شوې دي.

ولسمشر غني په یوه تازه پرېکړه کې د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال جانان بارکزی، امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي او له ترورېزم سره د مبارزې رئیس نجیب امان له دندو لېرې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د دغه خبر له تأیيد سره وايي، د دوی پر ځای عبدالصبور قانع د لومړي مرستیال، خوشحال سعادات د امنیتي معین او ماهر یعقوبي له ترورېزم سره د مبارزې د رئیس په توګه د شنبې په ورځ په کار پیل وکړ.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل، دا ګام په امنیتي وضعیت کې د ښه والي او د جرمونو د مخنیوي په خاطر اخیستل شوی دی.

دی زیاتوي:

"له شک پرته دا کسان وړتیا، پوهه او توانايي لري او مسلکي هم دي، له همدې امله باور دا دی چې له دې بدلونونو سره به په امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي، د جرمونو په مخنیوي کې به هم جدي ګامونه واخیستل شي او په همدې توګه په نورو هغو برخو کې به هم لازم کارونه وشي چې د دوی د وظیفې په لایحه کې شامل دي."

خو ښاغلي رحیمې په دې اړه چې پخواني درې چارواکي ولې له دندو لېرې شوي، ډېر څه ونه ویل.

د کورنیو چارو په وزارت کې نوي بدلونونه داسې مهال شوي چې تل له ناامنیو او د جرایمو له لوړ ګرافه شکایتونه شوي او راپورونه ورکړل شوي دي.

له دې وړاندې د ملي شورا ځينو غړو بیا بیا ويلي چې په لویو ښارونو په تېره هم په پلازمېنه کابل کې د جرمونو ګراف د اندېښنې وړ دی، خو پر وړاندې يې لازم اقدامات نه کېږي.

دوی دا هم ویلي چې په کار پوه او وړ کسانو ته د کار د سپارلو په اړه باید د اصلاحاتو جدي ګامونه واخیستل شي، تر څو په وضعیت کې ښه والی راشي.

خو د امنیتي چارو کارپوه ميرزا محمد یارمند وروستیو بدلونونو ته په کتو وايي، یوازې د څو کسانو ادلون بدلون درد نه دوا کوي، بلکې د ده په وینا، د کورنیو چارو په وزارت کې د پراخو نورو بنسټیزو بدلونونو ته اړتیا ده.

د امنیتي چارو کارپوه ميرزا محمد یارمند
د امنیتي چارو کارپوه ميرزا محمد یارمند

​ده وویل:

"په اساسي توګه باید د بنسټونو په جوړولو کار وشي، ځکه چې دا کار ګټور واقع کېږي، بدلونونه د لیدلوري په اساس رامنځته کېږي چې زما په باور شخصیتونه پکې هغه وخت رول لري چې په سمه توګه کار وکړي."

ولسمشر محمد اشرف غني څه باندې پنځه اوونۍ وړاندې د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس برمک هم له دندې لېرې او پر ځای يې امرالله صالح وټاکه.

خو ښاغلي صالح هغه مهال بېرته له وزارته استعفا وکړه چې د لومړي مرستیال په توګه د ولسمشر غني له انتخاباتي ټيم سره یو ځای شو.

اوس د ولسمشر غني د حکم له مخې د دغه وزارت چارې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب مخته وړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG