د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

امريکا سره د طالبانو د هوکړې په صورت کې به په افغانستان کې څه ډول نظام تشکيل شي؟


ارشیف، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د مرکچي پلاوي غړی سهيل شاهين
ارشیف، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د مرکچي پلاوي غړی سهيل شاهين

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وايي، د دوى يو پلاوی د مسکو په غونډه کې برخه اخلي.

ويل شوي چې په دې غونډه کې به د واکمن سياسي نظام د راتلونکي پر څرنګوالي بحث وشي.

په پام کې ده د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د سې شنبې په ورځ د افغانستان پر سولې غونډه وشي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د مرکچي پلاوي غړي سهيل شاهين له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، په مذاکرو کې د پرمختګ، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مهالوېش د ټاکلو لپاره د امريکا او طالبانو يوه ګډه کاري ډله جوړه شوې ده.

د ده په خبره طالبان هېڅکله له اوسني افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نه دي او د جمهوري رياست راتلونکي انتخابات نه مني.

اوس پوښتنه ولاړېږي چې:

  • د امريکا د توافق په صورت کې په افغانستان کې څه ډول نظام تشکيلېږي؟
  • د پوهنې، رسنيو، د ښځو د حقونو او نورو برخو کې د تېرو ١٨ کلونو لاسته راوړنې به له کوم برخليک سره مخامخ شي؟

دا هغه پوښتنې دي چې فرشتې نګاه له سهيل شاهين سره په ځانګړي مرکه کې مطرح کړي دي.

ښاغلي شاهين په پيل کې په قطر کې د هغې غونډې په اړه معلومات ورکړل چې د امريکايي هيئت او د طالبانو د استازو ترمنځ د شپږو ورځو لپاره روانې وې.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:18:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG