د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

واشنګتن پُسټ: له طالبانو سره خبرې د افغانستان اصلي ننګونه نه ده


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د افغان ولسمشر اشرف غني د لیک په اړه مقاله لیکلې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه ښاغلي غني له طالب اورپکو سره د امریکا د یوې عجولانه معاملې له اندېښنې ډونالډ ټرمپ ته وړاندیز کړی چې په افغانستان کې دې د خپلو سرتیرو د پاتې کولو لپاره لګښتونه کم کړي.

ورځپاڼه لیکي ټرمپ ته د غني د دغه لیک استول د هغې اندېښنې یوه قوي نښه ده چې افغان ولسمشر یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د رامنځته کېدونکو پایلو په اړه لري.

جمهور رئیس غني ډونالډ ټرمپ ته وړاندیز کړی چې په افغانستان کې دې د خپلو سرتیرو د پاتې کولو لپاره لګښتونه کم کړي.
جمهور رئیس غني ډونالډ ټرمپ ته وړاندیز کړی چې په افغانستان کې دې د خپلو سرتیرو د پاتې کولو لپاره لګښتونه کم کړي.

نیویارک ټایمز لیکلي دریو چارواکو ټرمپ ته د غني د لیک استول تایید کړي.

اوس وخت ۱۴ زره امریکايي سرتیري په افغانستان کې موجود دي.

امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې د ټرمپ اداره هوډ لري څو اوه زره امریکايي سرتیري له افغانستانه وباسي.

  • واشنګتن پُسټ

له طالبانو سره خبرې د افغانستان اصلي ننګونه نه ده، دا د واشنګتن پُسټ د یوې مقالې عنوان دی.

د مقالې د لیکوال په باور له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره د ډونالډ ټرمپ لیوالتیا له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د سولې د خبرو لار پرانیسته.

وړاندې راغلي چې ټرمپ په واشنګتن کې دغه باور ته د بې پامي په خاطر د ستاینې وړ دی چې امریکا باید په افغانستان کې خپل نامحدود پوځي حضور خوندي وساتي.

واشنګتن پُسټ: امریکا باید په افغانستان کې خپل نامحدود پوځي حضور خوندي وساتي.

واشنګتن پُسټ لیکلي په افغانستان کې د وینې د تویدو د مخنیوي لپاره د سولې د تړون له هغې اداڼې لا زیاتو اقداماتو ته اړتیا ده چې امریکا او طالبانو په اصولو کې پرې موافقه کړې.

د ورځپاڼې په لیکنه د دغو تړونو په دوام باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې وشي.

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې په دې پوښتنې خپله یوه بله مقاله پیل کړې چې ولې په افغانستان او سوریه کې بریا او ماته سره ربط نه لري؟

واشنګتن پُسټ لیکلي ټرمپ لا له وړاندې له سوریې د امریکايي عسکرو د ایستلو امر کړی او په دې فکر چې له طالبانو سره د سولې ابتدايي تړون نهایي شوی دا کار په افغانستان کې هم کوي.

واشنګتن پُسټ: که امریکا متحده ایالتونه له افغانستانه ووځي ، طالبان به د هېواد اکثره برخې لاندې کړي.
واشنګتن پُسټ: که امریکا متحده ایالتونه له افغانستانه ووځي ، طالبان به د هېواد اکثره برخې لاندې کړي.

ورځپاڼې د یوه پالیسي جوړونکي او لیکوال رابرت کپلن په حواله لیکلي د دې امکان نشته چې په طالبانو له پوځي لارې بریا ترلاسه شي.

واشنګتن پُسټ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د یوه پخواني استازي جیمز ډابنز په حواله هم لیکلي چې:"بریا ښايي ممکن نه وي خو ناکامي هرومرو شته".

جیمز ډابنز : بریا ښايي ممکن نه وي خو ناکامي هرومرو شته.

ورځپاڼې وړاندې دا هم لیکلي چې نه اسلامي دولت ډلې په سوریه کې او نه هم طالبانو په افغانستان کې بشپړه ماته خوړلې ده.

واشنګتن پُسټ لیکلي طالبان لا له پخوا ښه روان دي: د افغانستان په څه باندې ۴۴ فیصده خاورې یا واک لري یا جنګ پرې کوي.

که امریکا متحده ایالتونه له افغانستانه ووځي د واشنګتن پُسټ په خبره طالبان به د هېواد اکثره برخې لاندې کړي.

XS
SM
MD
LG