د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲ وری ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۲۰

د کابل منډوي سراسري شورا: د اطفائیې اداره د اور د مهارولو وړتیا نه‌لري


د کابل ښار منډوي سیمه کې اور لګېدنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

د کابل ښار منډوي سیمه کې اور لګېدنه

د کابل د منډوي سراسري شورا او یو شمېر دکانداران وایي، په سوداګریزو مارکېټونو کې اورلګېدنو سوداګرو ته په میلیونونه ډالره زیان رسولی او د اطفائیې اداره د اور د مهارولو وړتیا نه‌لري.

دوی دغه انتقاد په‌داسې حال کې کوي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اطفائیې او پېښو ته د رسېدنې ریاست چارواکي د اطفائیې د وضعیت د ښه کېدو لپاره د هڅو خبره کوي.

د کابل ښار د منډوي سراسري شورا مشر حاجي سکندر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۱» په یوه خبري ناسته کې رسنیو ته وویل، په سوداګریزو مارکېتونو کې وروستیو اور لګېدنو سوداګرو ته په میلیونونه ډالرو زیان اړولی، خو حکومت د اور د مهارولو لپاره لازم امکانات په واک کې نه‌لري.

د کابل ښار منډوي
د کابل ښار منډوي

نوموړی وايي:

"خلک زیانمن شوي، هیله‌مند یو چې حکومت پام وکړي، په سلګونه مارکېټونو کې د اور لګېدنې پېښې شوي، خو حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه‌ده کړې، اوس چې کومې اطفائیې لرو کارکوونکي یې خپل زیار باسي، خو د اطفائیې پایپونه زاړه شوي له دوهم پوړ نه اوبه پورته فشار نه‌شي ورکولای او موږ ته په درد نه‌لګېږي."

دا په‌داسې حال کې ده چې په روانه اوونۍ کې د کابل ښار په منډوي کې د میلاد په نوم په یو سوداګریز مارکېت کې اور لګېدلی و چې د دکاندارانو په خبره نږدې ۴۰۰ دکانونه په‌کې سوځېدلي او میلیونونه ډالره دوی ته زیان اوښتی دی.

د دغه مارکېټ یو شمېر دکانداران حکومت د اورلګېدنې د پېښو د مهارولو په برخه کې پړ ګڼي او وايي چې د زیانونو په پوره کولو کې دې له دوی سره مرسته وشي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د کابل ښار په منډوي کې دغه‌شان پېښه رامنځته کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د دغې منډوي په یو شمېر مارکېټونو کې اور لګېدنې شوې وې چې له امله‌یې دکاندارانو ته د پام وړ زیانونه اوښتي دي.

په روان کال کې د کابل ښار په تېره بیا په سوداګریزو مارکېټونو کې ګڼې اورلګېدنې رامنځته شوي چې په سلګونو دکانونه په‌کې وسوځېدل.

په میلاد مارکېټ کې د اورلګېدنې تر پېښې دمخه د کابل په نادر پښتون واټ او دغه‌شان عبدالحق څلورلاري کې هم د اورلګېدنې پېښې رامنځته شوې وې.

په ډېری دغو اورلګېدنو کې دکانداران حکومت په تېره بیا د اطفائیې مسؤلین پړ ګڼي او انتقاد کوي چې اطفائیې ناوخته رسېږي، اور نه‌شي مهارولی او لازم امکانات په واک کې نه‌لري.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت د اطفائیې او پېښو ته د رسېدنې رئیس د ودانیو نه‌معیاريتوب، د جګړو دوام، د اورلګېدنو په برخه کې د عامه پوهاوي نه‌موجودیت او تړلې لارې هغه لاملونه بولي چې د اطفائيې چارې یې له ستونزو سره مخ کړې دي.

مل پاسوال سید نظام‌الدین پاچا په‌دې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته په خبرو کې ستونزې مني، خو له خلکو هم د همکارۍ غوښتنه کوي.

ده زیاته کړه:

"ستونزې شته، زموږ اسانتیاوې څرنګه چې باید وي نه‌دي او زه ملګرو نه غواړم چې هغه اسانتیاوې چې لرو ګذاره پرې وکړو او خپله متوجې واوسو، په دغه شعار چې ټول باید وقایوي تدابیر ولرو او ټول خپل مکلفیت ترسره کړو."

نوموړي د اور لګېدنې په اړه د عامه پوهاوي د کمپاینونو یادونه هم وکړه.

خلک انتقاد کوي چې په‌دې وروستیو کلونو کې د میلیونونو ډالرو په ښکته پورته کېدو بیا هم حکومت په‌دې بریالی نه‌شو چې د اطفائیې یو مُډرن او منظم سیستم رامنځته او په‌دې برخه کې مسلکي کارکوونکي په کار وګماري.

خو د اطفائیې مسؤلین وایي، د هغو هڅو په نتیجه کې چې روانې دي تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به د افغانستان د اطفائیې سیستم د سیمې په کچه بې‌سارې وي او په ښو اسانتیاوو به مجهز شي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG