د افغانستان د سولې عالي شورا پهدغه هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د جګړې ښکېلو اړخونو ته د سولې ادبیات ډېر مهم بولي او ټینګار کوي چې په روان نازک وضعیت کې دې موضوع ته جدي پام پهکار دی.
د سولې عالي شورا د سولې د خبرو د پیل لپاره د سولې ادبیات ډېر مهم بولي او ټینګار کوي چې دا د جګړې په ښکېلو غاړو کې رغبت او یو پر بل اعتماد پیدا کولای شي.
د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړي قاضي محمد امین وقاد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۱» ازادي راډیو ته وویل چې پهکار ده په روان نازک وضعیت کې دې موضوع ته جدي پام وشي.
ښاغلي وقاد زیاته کړه:
"هر هغه الفاظ او القاب چې هغه کرکه پیدا کوي ګټه نهلري، بلکې هغه څه مهم دي چې امیدواري پیدا کړي، یو پر بل باور پیدا کړي او دغه فضا چې حاکمه ده، دې ته موږ په اخلاقي معیارونو باندې بدیل پیدا کړو."
ښاغلی وقاد یو د بل پر وړاندې تُندې خبرې او تورونه پورې کول ګټور نهبولي او وايي، افغانستان چې اوس په کوم ناسم سیاسي وضعیت کې دی لاملیې همدا خبرې او مسایل دي.
دا پهداسې حال کې ده چې افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو تل یو بل لاسپوڅی ګڼلی او اوس چې د سولې لپاره تر بل هر وخت هڅې تېزې شوي لا هم دغه وضعیت حاکم دی او یو د بل په وړاندې تُندې څرګندونې کوي.
نړیوال بیا ټینګار لري چې افغانان باید د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت په هېڅ ډول له لاسه ورنهکړي.
جګړه ډېر زیات تمرکز او فکر ته اړتیا نهلري.
دا مهال د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د هڅو سربېره سیمهییزه اجماع هم د پیاوړي کېدو په حال کې ده او د سیمې هېوادونه وايي، هڅهیې دا ده چې پهدغه هېواد کې د جګړې اور مړ شي.
په ورته وخت کې د چارو پوه شفیع اعظم هم ورته نظر لري.
ښاغلی اعظم وايي، د سولې ادبیات د سولې په برخه کې کلیدي رول لري:
"د سولې بحث تر جګړې ډېر پېچلی دی، جګړه ډېر زیات تمرکز او فکر ته اړتیا نهلري، خو سوله دومره حساسه ده چې حتی ته چې کومې خبرې کوې دا پهکې کلیدي رول لري، دا د تا حریفان یا بېطرفین دا ټول تا څاري، خو له بدهمرغه اوس هم چې زه ګورم د حکومت او طالبانو دواړو لهخوا د سولې ادبیات په پام کې نهنیول کېږي او لا هم کنایې، کترې او پېغور ډول یو څه روان دي چې باید مخهیې ونیول شي."
عام افغانان هم پهدې نظر دي چې د افغانستان جګړه یو بل نهمنلو، ګواښونو او تورونو اوږده کړې ده او که پهدغه هېواد کې د جګړې ښکېلې غاړې د احساساتو پر ځای ستونزې د خبرو او تفاهم، منطق او تېروتنو په منلو سره هوارې کړي، لیرې نهده چې په دغه هېواد کې یوه تلپاتې سوله ټينګه شي.
راپور: اجمل تورمان