د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی د سولې په اړه د وسلهوالو طالبانو له وروستي دریځه هرکلی کوي او وايي، طالبان باید دا هر څه په عمل کې ثابت کړي.
د ولسي جرګي مرستیال منشي او د نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان کارپوهان د سولې په اړه د وسلهوالو طالبانو وروستۍ څرګندونې یو سیاسي پرمختګ بولي او وايي، طالبان پهدې پوهېدلي چې په یوازیتوب سره او د جګړې له لارې واک ته رسېدل ستونزمن دی.
د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفانالله عرفان د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۱» وايي، د طالبانو دا دریځ د سولې په برخه کې ښه پرمختګ دی او دا ډله باید نور د پردیو له فرمایشونو پرته په ګډه د افغانستان راتلونکي ته کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"کومې څرګندونې چې د طالبانو له لوري شوي، یقیناً چې دا د سولې د راوستلو په برخه کې پرمختګ دی، موږ یې هرکلی کوو، پهکار دا وه چې طالبانو په تېرو کلونو کې دا دریځ غوره کړی وی، له بدهمرغه هر څه دلایل چې وو، ونهشول، خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغان حکومت، طالبان او سیاستوال په متحد ډول د پردیو له فرمایشه پرته له یو بل سره ودرېږي او د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه تګلاره برابره کړي."
د وسلهوالو طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره ورځ اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دوی په ځانته ډول په افغانستان کې د واکمنۍ لېوالتیا نهلري.
سهیل شاهین پهدې غږیز پیغام کې ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته باید افغانان تېر هېر کړي، یو بل وزغمي، نوی ژوند پیل کړي او د وروڼو په څېر له یو بل سره واوسېږي.
ښاغلي شاهین ویلي چې دوی داسې یوه ټولنه غواړي چې افغانشموله وي او ټول افغانان پهکې خپل استازیتوب وګوري.
نوموړي دا ډاډ هم ورکړی چې افغانستان به بیا هېڅکله د القاعده په ځاله بدل نهشي.
خو په کابل کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر بیا خبرداری ورکړی چې که له افغانستانه امریکايي ځواکونه ووځي، طالبان به د ټول واک د اخیستلو لپاره جګړه پیل کړي.
ښاغلي کراکر له فارن پالېسي خپرونې سره په مرکه کې ویلي دي، اوس طالبان هره ژمنه چې زړهيې وغواړي کوي يې، خو دغه ډله پوهېږي چې که امریکایان له افغانستانه ووځي، د دغو تړونونو د پلي کولو لپاره به کومه لاره نهوي پاتې.
دا په تېرو ۱۸ کلونو کې د وسلهوالو طالبانو تر ټولو نرم دریځ ښودل شوی دی، خو د سولې د ممکنه تړون په اړه لاهم د ولسي جرګې یو شمېر غړي اندېښنه لري او وايي چې پهدې اړه د خبرو اترو پوره جزئیات باید په ډاګه شي.
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، وسلهوالو طالبانو هم نور دا درک کړې چې په یوازې ډول او د جګړې له لارې واک ته رسېدل ستونزمن دي.
له ډلې یې سید خالد سادات ازادي راډيو ته وویل:
"د طالبانو دا دریځ چې پخوا يې نهدرلود، دا یوه مثبته خبره او په خبرو اترو کې لوی سیاسي پرمختګ دی، ځکه کله چې یوه جنګي ډله له ډموکراسۍ خبرې کوي، خلکو سره د سیاسي مشارکت خبره کوي او د ماضي د هېرولو لپاره پیغامونه ورکوي، دا پهدې معنی چې سولې ته باید هیلې زیاتې شي او دغه هیلې کولای شي چې د سولې روانې هڅې لا ګړندۍ کړي."
د یادونې وړ ده چې پهدې وروستیو کې د افغان سولې په اړه هلې ځلې تر بل هر وخت تېزې شوې دي، تېره اوونۍ په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدې او د دغه هېواد د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي امریکا زلمي خلیلزاد وویل چې له طالبانو سرهيې په خبرو کې ښه پرمختګونه درلودل.
خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې افغانان سوله غواړي، خو په تدبیر يې غواړي ځکه د ولسمشر غني په وینا نهغواړي په افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې تکرار شي.
راپور: اکرامالله اکرام